په بېجينګ کې د معيوبينو اولمپيک سپورتی لوبو لپاره د چين سپورتی پلاوی جوړ شو
د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخی د ٢٠٠٨ کال په بېجينګ کې د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره د چين سپورتی پلاوی د جولاۍ په ١٧ نېټه په بېجينګ کې جوړ شو چې شمېر يی ٥٤٧ تنو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه د لوبغاړيو شمېر ٣٣٢ تنه دی، دوی به د دغو لوبو په شلو لويو سپورتی سياليو کې ګډون وکړي. دا په ١٩٨٤ کال کې د معيوبينو د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د چين معيوبينو لوبغاړيو له لومړی ځل ګډون راهيسی د چين تر ټولو لوی پلاوی دی او د نورو پلاويو په پرتله به هم تر ټولو لوی پلاوی وي.
د چين په دغو لوبغاړيو کې حکومتی کارکوونکي، زده کوونکي، بزګران او بی کاران شامل دی.
د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتی کميټې د خبر له مخی د معيوبينو د اولمپيک سپورتی لوبو د سپېڅلی اور د راغونډولو او د سپېڅلی مشال د ليږدونې فعاليت د پيل مراسم به د اګيست په ٢٨ نېټه د بېجينګ په تيان تان کې تر سره شی.