جاک روګ د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا د کيفيت په اړه خوشبينی څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-18 17:48:15

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر جاک روګ په وروستيو ورځو کې د فرانسی له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا د کيفيت په اړه خوشبينی څرګنده کړه او د چاپېريال ساتنې په برخه کې يې د بېجينګ د يو لړ تدبيرونو ستاينه وکړه.

د ای اف پي اژانس د جولای د اتلسمې نېټې د خبر له مخې، ښاغلي روګ وويل د چين اړوندو خواوو د چاپېريال ښه والي لپاره نه ستومانه کېدونکی کوششونه کړی دي. د بېلګې په توګه، چين د چاپېريال ساتنې په اړه نوی قانون خپور کړ، د بېجينګ په شاوخوا کې يې ډېر ځنګلونه ايښي دي او د ککړو اوبو د پاکولو سيستم يې ښه کړی دی او داسی نور. ده وويل د دغو تدبيرونو په نيولو سره به نه يوازی د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا کيفيت ضمانت شي، بلکی به په دايمی توګه به د بېجينګ د چاپېريال ساتنې لپاره ګټور وي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040