په ان شان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د ليږدولو فعاليت پای ته ورسېد
cri (GMT+08:00) 2008-07-18 17:50:45
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د لياو نينګ ولايت په ان شان ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال د ليږدولو فعاليت د جولای په اتلسمه نېټه پای ته ورسېد.
په دغه ښار کې د مشال لومړی ليږدونکی د ويشلو په پروګرام کې اولمپيک اتل وانګ يي فو و. د مشال ليږدولو لارې اوږدوالی اووه اعشاريه اته کيلو متره و او يو سل او پنځه اويا تنو ليږدونکو پکی ګډون درلود.