د چين په اړه ډېر معلومات لرونکی روس يوري ايلياکهين

cri     (GMT+08:00) 2008-07-18 20:51:25

د چين په شمال لويديځ د ګان سو ولايت مرکز لان جو ښار د چين د هان او تانګ په امپراتوري لړيو کې د وريښمو پر لار باندې پروت يو مشهور ښار و چې په کې د چين په لرغونې زمانې کې د چين او لويديځو هېوادونو تر منځ د کلتوري تګ راتګ تاريخ ليدل کيږي. د لان جو په ښار کې د بيجينګ اولمپيک لوبو مشال د ليږدونې په بهير کې ځينو بهرنيانو ګډون درلود چې روس يوري ايلياکهين هم په کې شامل و.

يوري ايلياکهين يو داسی کس دی چې د چين د بېلا بېلو برخو په اړه معلومات لري. هغه په بيجينګ کې د لسو کلونو لپاره ژوند کړی او په ښه توګه په چينی ژبې پوهېږي. هغه وويل ده له چين سره ټينګې اړيکې لري او ډېر وياړي چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو يو مشال ليږدونکي دی. هغه په چينی ژبی وويل اوس په روسيی کې د چينی ژبی زده کول ډېر مروج دی او زه په دې خبر شوم چې زيات شمېر کسان په تيره بيا ځوانان د چينی ژبی له زده کړې سره علاقه لري. زيات شمېر کسان چينی ژبې زده کوي او اوس د کنفوسيوس پوهنځي د نړۍ په زياتو ځايونو کې موجودی دی او له دې لارې زيات کسان د چينی ژبی او کلتور زده کړه کولای شي چې ستره اغيزه لري. زما لور چين ته له تللو وروسته د چينی ژبې په زده کړې پيل کړی او بير ته مسکو ته له رسيدو وروسته يې د چينی ژبی زده کړې ته دوام ورکړی دی. د دې ملګري زما د لور ستاينه کوي چې ته د چينی ژبی د يوې زده کوونکي په توګه زما لپاره د رخې وړ يې.

ښاغلي يوري ايلياکهين دری پنځوس کلن دی او د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې په بيجينګ کې د پخوانی شوروی اتحاد د تاس اژانس د خبريال په توګه يې دنده تر سره

کوله. هغه دا معلومات ورکړل چې دی د چين د پور چای له څښلو سره ډيره مينه لري او د بيجينګ اوپرا هم اوري. هغه خپل ځان د يو عادی چينايی په توګه بولی او د بيجينګ په اړه ډېر معلومات لري چې حتی د مسکو په پرتله هم زيات دی. هغه وويل بيجينګ زما لپاره دوهم ټاټوبی دی او ما د نژدی لسو کلونو لپاره په بيجينګ کې ژوند کړی دی. که زه بير ته مسکو ته ستون شم، په بس کې د سپريدلو پر لګښت او د غوښو پر بيی به هم پوه نه شم ، خو زه په بيجينګ کې د يو عادی اوسيدونکی په شان ژوند کوم.

يوري پخوا د خبري رسنيو کار تر سره کړ او په وروستيو دوو کلونو کې د خبري رسنيو په برخه کې د چين او روسيی تر منځ تګ راتګ ته زياته پاملرنه کوي. ده خصوصأ د چين او روسيی تر منځ د دوستی سفر په اړه د راپورتاژ لوی فعاليت ياد کړ چې د چين د نړيوالې راډيو له خوا تر سره شو. د ده په نظر دغه شان فعاليت د چين او روسيی تر منځ د دوستۍ د ټينګتيا لپاره ډېر ستر اهميت لري. هغه وويل د چين او روسيی تر منځ د دوستی سفر فعاليت ستره اغيزه لري. چينی خبريالان د موټرونو په چلولو سره د سايبريا له لارې مسکو ته ورسيدل. زه پوهېږم چې په دغه فعاليت ګډون کوونکي چينايان د روسيی له تاريخ او کلتور سره ډېره علاقه لري. روسانو هم د چينايانو ډېر هرکلی کړی چې د چينايانو له خوا د ويل شويو روسيی سندرو اوريدلو په وخت کې ډېر متاثيره شوی و او حتی ويې ژړل، نو دغه فعاليت د خلکو تر منځ ښه تګ راتګ دی.

يوري د بيجينګ د اولمپيک لوبو د يو مشال ليږدونکي په توګه يوري دا نظر لري چې دی له اولمپيک لوبو سره ډېر نژدی اړيکی لري او د زړه له کومې هيله لري چې

چين به د اولمپيک بريالۍ لوبی تر سره کړي. په دې هکله يوري ټينګ باور لري، ځکه چې ده د چينايانو ميلمه پالنه ډېر ښه احساس کړې ده. هغه وويل زما د تجربو له مخې زه پوهيږم چې چينايان ډېره تاوده احساسات لري او ميلمه پال دي، نو چينايان به د اولمپيک لوبو په موده کې په تودو احساساتو سره ميلمانه ومني او يوه ډېره لوړه سويه لرونکې اولمپيک لوبی به تر سره کړي. زما په أند دا يو ښه فرصت دی چې نور زيات بهرنيان د چينی کلتور او د چينايانو د اوسنی ژوند په هکله معلومات تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040