موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-18 21:35:23
قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ. زه خوشحال تايب يم تر دې وروسته به ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او د دغه پروګرام اورېدو ته مو هركلى كوم، هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ.

د جولای پنځلسمه نېټه د سی ار راډيو د پښتو خپرونې د پرانيستنې له پنځه ديرشمې کاليزې له ورځې سره برابره وه او زموږ ځينو اوريدونکيو په جلا جلا توګه د ټليفون له لارې موږ ته د مبارکې پيغامونه راليږي، له دې ډلې څخه اوريدونکی رفيع الله مندوخيل موږ ته څو پښتو کتابونه او يو ښکلی کتابچه ليږلي دي چې پکې يې د سی ار ای په اړه يې بيل بيل معلومات پکې راغونډ کړي. موږ د زړه له کومې له رفيع الله مندوخيل څخه ډېره ډېره مننه کوو. ګرانو اوريدونکو، لومړی به واورو چې د پښتو خپرونې پرانيستنې د پنځه ديرشمې کاليزې په اړه د رفيع الله مندوخيل څه وايي.

زه ډېر خوشحاله يم چې د پنځه دېرشو کلونو په بهير کې زموږ چينايي وروڼو او خويندو ددې خپرونې د لا غوره او ښايسته کولو لپاره ډېر زيار ايستلی دی او دې پروګرام ته يې د زړه وينې ورکړې دي ، او دغه ګلبڼ يې تل تازه او تاند ساتلي دی .

زه له ډېر پخوا راهيسې د سي ار ای پښتو خپرونې اورم ، او بايد يادونه وکړم چې زه نه يواځې د پښتو بلکې د انګليسي ، اردو ، عربي، فارسي ، روسي او هندي خپرونې اورم ، خو د پښتو خپرونې په هکله زه غواړم ووايم چې ډېر پرمختګ يې کړی دی ، که څه په لومړيو کلونو کې أسانتياوې دومره ډېرې نه وې ،لکه څومره چې اوس دي ، او له پخوانيو کلونو سره يې چې اوس پرتله کو په ريښتيا سره يې زيات پرمختګ کړی دی ، او اوس مهال د سي ار اي راډيو پښتو خپرونې په سلګونو زره او حتی ميليونونه اوريدونکي موندلي دي ، چې نه يواځې په افغانستان بلکې په پاکستان کې ميشت پښتانه او ډېر نوی اوريدونکي موندلي دي .

پر دې سربيره يو بل پرمختګ دادی چې پخوا اورېدونکيو يواځې د راډيو له لارې ستاسو خپرونې اورېدلې خو اوس نه يواځې د راييو بلکې د انترنت له لارې هم کولاي شي چې ستاسو خپرونې واوري ، او پر ليکونو سربېره تاسو ته بريښنا ليکونه هم درليږي . او يو بله خبر غواړم زياته کړم هغه دا چې ما بېلابېلې پښتو ويبپاڼې کتلي دي ، خو د سي أر ای پښتو ويبپاڼه ډېره غني او بډايه ده ، پدې کې ډېر مطلبونه رانغښتل شوي دي ، نو دا ټول د يادونې وړ پرمختګونه دي چې د پښتو په خپرونو کې ليدل کيږي ، چې زموږ چيني دوستانو پدې برخه کې يېر زيار ايستلی دی ، او خدمتونه يې تر سره کړي دي .

د چين د نړيوالې راډيو له خوا د پښتو هندارې په نوم د مجلې له چاپه را ايستل هم د يادولو وړ دي ، او دا خبر هم بايد وکړم چې په لومړيو ګڼو کې يې ځينې نيمګړتياوې موجودې وې ، خو اوس يې ټولې نيمګړتياوې له منځه تللي دي ، او د کميت له پلوه هم اوس د څلورو مخونو پر ځای په شپاړسو مخونو کې چاپيږي . او په دې هکله يو وړانديز هم لرم که د پښتو هندارې په مجله کې د اورېدونکو ليکونو ، عکسونو ، نيوکو او وړانديزونو ته ځای ورکړی نو دا به د اورېدونکيو د لا خوښۍ وړ وګرځي . هغه پښتو هندارې چې موږ ته را رسيږي زموږ د کلپ د غړو سربېره نورو دوستانو او اورېدونکو ته رسول کيږي ، لوستونکيو يې ډېره ستاينه کړې ده او له موږ څخه يې په وار وار د مجلو غوښتنه کړې ده ، نو دا ډېره ښايسته او په زړه پورې مجله ده .

ددې مجلې چلول يو ډېر ستونزمن او سخت کار دی خو زموږ چيني دوستانو دغو ټولو ستونزو ته غاړه ايښې او پرمخبيولو ته يې دوام ورکړی دی .

ستاسو ويبپاڼه ډېره غني ده خو د پښتو سندرو په برخه کې لږ څه نيمګړتياوې لري ، که پدې کې د پښتو سندرې لږ څه زياتې کړئ، نو دا به د اورېدونکيو ډېرې خوښې شي ، دغه راز د چيني ژبې په لوست کې هم ځينې نيمګړتيوې ليدل کيږي او هيله ده چې تاسو يې له منځه يوسئ .

پدې وروستيو کې تاسو د خپلې ويبپاڼې بڼه لا ښکلې بڼې ته بدله کړې ده ، خو هغه د اوريدونکيو د بريښنا ليکونو برخه اوسه نه ليدل کيږي ، که تاسو يو ځل بيا هغه برخه لومړي مخ ته راولئ ، نو ورسره به اورېدونيکو ته يو څه أسانتياوې برابرې شي .

نڅار احمدی احمدی هم د پښتو خپرونې د پرانيستنې د پنځه ديرشمې کاليزې په اړه يو پيغام ليکلی او په خپل وايي. زه نثار احـد احمدي د خراسان کلپ مشر د چين نړيوالې راډيو کارکونکيو او اورېدونيکو ته د اخلاص څخه ډک سلامونه او نيکې هيلې ډالۍ کوم . وروسته تر هغه د سي أر ای راييو د پنځه دېرش کلن خدمت له امله تاسو ټولو ته مبارکي وايم .

که ريښتيا ووايم سي أر ای راييو زما روح او بدن دی ، سي أر اي راييو په تېره پنځه دېرش کلنه موده کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي . چې دا د ټولې پښتونخوا او د لر اوبرو پښتنو لپاره د وياړ ځای دی .

د سي أر ای راډيو زياته برخه اوريدونکي ځوانان جوړوي ، چې ځوانانو اوس مهال يو ټاکونکی رول لري .

د سي أر ای راډيو بل پرمختګ دادی چې ورځ تر بله زيات شمېر اورېدونکي پيدا کوي او د پرمختګ په لور روانه ده .

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ټول کارکوونکي په روانه پښتو ژبه خبرې کوي چې دا هم د سي ار ای راډيو د برياليتوب يوه څرګنده بېلګه ده ، موږ پښتانه به هيڅکله ستاسو نه ستړي کيدونکي خدمتونه هېر نکړو ، او ستاسو څخه هيله لرم چې د پښتو څبې لپاره لا زيات خدمت وکړئ .

ستاسې ټولې خپرونې د ستاينې وړ دي او موږ يې د زړه په غوږونو او په ډېره مينه اوروو ، او ستاسو د راديو له له لارې موږ د چين د ثقافت، کلتور او دود دستور سره اشنا شولو ، ستاسو ټول پروګرامونه زموږ له پاره ډېر ګټور دي .

زه اورېدونکيو ته وايم چې د چين نړيواله راډيو د چين او د پښتنو اورېدونيکو ترمنځ د يو پل رول لوبوي نو بايد چې موږ په ښو ليکونو او مضمونونو ونازوو .

په پاي کې زه نثار احمد احـمدي د چين د نړيوالې راډيو د پنځه دېرشمې کليزې د رارسيدو په وياړ يو ځل بيا د څانګې ټولو کارکونکيو او اورېدونکيو ته مبارکي وايم او د لازياتو برياليتوبونو هيله ورته لرم .

ستاسو څخه ډېره مننه چې تاسو پښتو ژبې ته دومره خدمت کوئ ، پدې هيله چې تاسو په راتلونکي کې هم اورېدونکيو ته ښه ښه پروګرامونه وړاندې کړئ ، ستاسو له ښو خدمتونو څخه يو نړۍ مننه .

ستاسو ټول پروګرامونه په زړه پورې او جالب دي ، د سيلاني پروګرام او نور خو په ټولو کې مو د چيني ژبې لوست ما ته ډېر په زړه پورې دی ځکه تاسو اوس زموږ غوښتنه ومنله چې اوس په اونۍ کې څو څو ځله خپريږي .

زه هيله لرم چې تاسو د پښتو هندارې په راتلونکو ګڼو کې د چيني ژبې لوست زياته ونډه ورکړی ، زما په أند دا به د اورېدونکو له ښه هرکلي سره مخامخ شي او اورېدونکي به وکولای شي چې په أسانه توګه چيني ژبه زده کړي .

زه د پښتو هندارې په هکله دا وړانديز لرم چې په لنډه موده کې خپره شي او د کميت له پلوه لږ څه نوره پراخه شي او په راتلونکې کې يې حجم زيات کړئ ، د اورېدونکيو غوښتنې پکې ومنۍ ، د چين د کلتور په هکله څه ځيني مواد پکې خپاره کړئ ، چې موږ د چين د دودنو او عنعنو په اړه خبر شو او معلومات تر لاسه کړو . دغه راز که د اورېدونکيو دليکونو د هغوي د کلپونو ، عکسونه، شعرونه ، مضمونونه د هغوی وړانديزونه او نېوکې پکې خپرې کړئ .

موږ به تل تر تله ستاسو د راډيو اورېدونکيو اوسيږو .

د موږ او اوريدونکي پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي، که غواړئ دغه پروګرام او د اوونۍ په ترڅ کې خپرې شوی د بېلا بېلې خپرونې او نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام پکې ولولئ او هم يې واورئ او بېلا بېل معلومات تر لاسه کړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريکولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليک په دې پته تماس ونيسئ pushtu@chinabroadcast.cn او که غواړئ چې د ليک له لارې زموږ سره تماس ونيسئ، نو کولی شئ چې په اسلام أباد کې زموږ په دې پته ليکونه راواستوئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040