د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د لياو نينګ ولايت په دا ليان ښار کې پای ته ورسېد.
cri (GMT+08:00) 2008-07-19 17:35:56
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د جولای په نولسمه نېټه په بريالۍ توګه د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت په دا ليان ښار کې پای ته ورسېد.
دا ليان ښار په لياو نينګ ولايت کې د سپېڅلي مشال لېږدونې وروستی تم ځای و. په دغه ښار کې د مشال لېږدونې لارې اوږدوالی نهه اعشاريه يو څلويښت کيلومتره و او دوه سوه او اته تنه مشال لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال به له دې وروسته شان دونګ ولايت ته ورسېږي.