هانکانګ د بېجينګ اولمپيک لوبو او معيوبينو اولمپيک لوبو په ترڅ کې پر أس د سپرلۍ مهارتونو له سياليو څخه د ليدنې قاعدې خپرې کړې.
cri (GMT+08:00) 2008-07-19 17:36:22
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په هانکانګ کې د اولمپيک لوبو پر أس د سپرلۍ مهارتونو شرکت د جولای په اتلسمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو او معيوبينو لوبو په ترڅ کې پر أس د سپرلۍ مهارتونو له سياليو څخه د ليدنې قاعدې خپرې کړې. په دغو قاعدو کې ويل شوي چې نندارچيان سياسي پاڼې او يا تبليغاتي معلومات اړوندو سټېديمونو يا ډګرونو ته نه شي وړلی.
د دې تر څنګ نندارچيان پر أس د سپرلۍ مهارتونو په سياليو کې له ګډون کوونکيو هېوادونو پرته د نورو هېوادونو ملي بيرغونه، خطرناک شيان او وسيلې نه شي وړلي.