بېجينګ د اولمپيک لوبو و ضمانت لپاره د اړوندو تدبيرونو په پلی کېدو پيل شو.
cri (GMT+08:00) 2008-07-20 17:30:50
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای له شلمې نېټې څخه د راتلونکي سپتمبر تر شلمې نېټې پورې په بېجينګ کې موټرونه د طاق او جفت نېټې او شمېرې له مخې چلېږي او د کار پيل وختونه په بېلا بېلو شکلونو سره ټاکل کېږي چې له مخې به يې د بېجينګ اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو په ترڅ کې ترانسپورتي نظام عادی او د هوا کيفيت به ښه شي.
د بېجينګ ښاروالي ښاريانو ته د ترانسپورتي اسانتياوو برابرولو لپاره د ميترو او عمومي بسونو د تګ راتګ وخت اوږد کړی دی.