د بيجينګ اولمپيک لوبو هغه لوبغالی چې د اوبو مکعب په نوم ياديږي د أبی کريستال په شان ښکلی بڼه لري

cri     (GMT+08:00) 2008-07-21 14:44:13

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. تاسو ته معلومه ده چې د بيجينګ اولمپيک لوبې رانژدی کيږی نو د پروګرام په دې لړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ اولمپيک لوبو لپاره د بېلابېلو لوبغاليو په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو. د پروګرام دغه برخه د هرې اوونۍ د دوو شنبې په ماښام کې خپريږی او د بلې ورځې په سهار کې يی يو ځل بيا تکرار خپريږی . هيله لرم چې تاسو له دغه پروګرام سره مينه ولرئ.

ګرانو دوستانو! د پروګرام په نننی کړۍ کې به د بيجينګ اولمپيک لوبو د هغه لوبغالي په اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو چې د اوبو مکعب نوميږی. د اوبو مکعب د بيجينګ اولمپيک لوبو د لوبغاليو يوه ځلانده نښه ګڼل کيږی. په حقيقت کې دغه لوبغالی د لامبو وهلو ملی مرکز دی . د بيجينګ اولمپيک لوبو د ترسره کيدو په موده کې به په کې د لامبو وهلو، توپ وهلو، په اوبو کې د نڅاوو ورزش او د بال لوبو په ګډون بېلابېلې سيالی ترسره شی . دغه لوبغالی د بيجينګ اولمپيک لوبو له مهموځايونو څخه شميرل کيږی. دغه لوبغالی د بيجينګ په شمالی برخه کې پروت دی او ډيزاين يی د بيجينګ اولمپيک لوبو په ټولو لوبغاليو کې ترټولو ښکلی ګڼل کيږی.

د شکل له پلوه دغه ودانی د يو لوی بکس په شان ده چې رنګ يی ښکلی أبی ښکاري. د دغې ودانۍ پوستکی له جلاجلا برخو څخه جوړ شوي چې هره برخه يی د اوبو د څاڅکي په شان ده. په تېره بيا په شپه کې کله چې د دغې ودانۍ په دننه کې څراغ ځليږی نو دغه ودانی

بيخی د يو لوی ښکلی أبی کريستل په شان ښکاري.

د دغې ودانۍ پر ديوالونو باندی هم د اوبو څاڅکي په شان أبی توکی سريش شوي دي. د لامبو وهلو په حوض کې د روڼو اوبو په رڼا کې خلک ګمان کوي چې دوی خپله په اوبو کې دننه دي . په داسی لوبغالی کې د لامبو وهلو سيالی کتل يو ډېر په زړه پوری کار دی چې د خوب کولو په شان دی.

د اوبو مکعب په نامه دغه لوبغالی د بيجينګ اولمپيک لوبو د يو بل عمده لوبغالی چې د مرغانو ځاله نوميږی، تر څنګ دی. د مرغانو ځاله مدورشکل لری. دغه دواړه لوبغالی يو مکعب او بل يی مدور دی چې د چين له هغه دوديز فکر سره سمون لری چې هوا مدوره او ځمکه مکعب ده. د اوبو مکعب د چين او استراليا د کارپوهانو له خوا په ګډه ډيزاين شوی دی. په دغه لوبغالی کې څه دپاسه اوه لس زره څوکی ځايئږي چې له دې جملې څخه شپږ زره يې دايمی څوکۍ دي او يوولس زره څوکی د اولمپيک لوبو لپاره په لنډمهالی توګه زياتې شوې دي.

ډېر ملګري د دغې ودانۍ پر مخ له ځانګړو أبی توکيو سره ډېره مينه لري. دا کوم توکي دي چې دومره ښکلی دی. په حقيقت کې دغه توکي د يي تي في په نوم يو ډول ځانګړی توکی دی(etfe). دغه توکي خورا ټينګ دی. حتی که ځينی کسان پری ټوپ ووهي نو نه ماتيږي . د دې ترڅنګ دغه شان توکی په خپله ځان پاکولی شی. د دغه توکی مخ هوار دی نو دوړی يا خاورې نه پری پاتی کيږی . برسيره پردی، دغه ښکلی توکی د چاپيريال ساتنې اغېزه هم لری. کله چې باران اوری دغه توکی د باران اوبه راغونډوي او کله چې هوا ښه وی نو د لمر ځلا په سلو کې نهه نوی لوبغالی ته ننوتلی شی. دغه راز د څراغونو بريښنا سپما هم په کې شوې ده.

ترټولو مهمه مسئله دا ده چې د اوبو مکعب يوازنی هغه لوبغالی دی چې د هانګ کانګ ،

مکاو او تايوان د وطن والو او په بهر کې د چينايانو د بسپنو له خوا جوړ شوی دی. له دې نه د اولمپيک لوبو سل کلونو او د چين د هيلې پوره کيدنې په اړه کلتوری محتويات څرګنديږی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . ستاسو د برياليتوب او روغتيا په هيله !

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040