حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهيز وکړي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-21 15:16:30

د حامله ګۍ موده يوه خانګړې موده ده او حامله ښځه بايد خپل ځيني غذايي دودونه بدل کړي . که نه ، د خپلو خوښو زياتو خوړو خوړلو له امله به جنين ته زيان رسوي . کوم کوم خواړه د حامله ښځې لپاره د پرهيزانه دي ؟

پالک: ټولو ته معلومه ده چې په پالک کې د اوسپنې عنصر شته چې د وينې غني کولو لپاره ډېره ګټه لری ، دغه راز زياته اندازه ويتامين سي پکې هم شته . ولی حامله ښځه بايد دغه ګټور سابه کم وخوري؟ د څيړنې له مخې که څه هم په پالک کې د اوسپنې توکی شامل دي ، خو اندازه يې کمه ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې په پالک کې زياته اندازه اوکسليک اسيد موجود دي چې دغه مواد په کولمو کې د کلسيوم او جست جذبولو لپاره بد اثر لری ، خو کلسيوم او جست په بدن کې ډېر لازم معدنی مواد دي . که کلسيوم او جست د اوکسليک اسيد لخوا له منځه ځي ،نو د اړتياوړ کلسيوم او جست د کمښت له امله د جنين د هډوکو او غاښونو ودې ته زيانمن وي . دغه راز د جست کمښت د حامله ښځې د اشتها خرابوالۍ لامل هم دی چې په پايله کې به جنين ته غني غذايی مواد و نه رسول شی او د جنين پر عادي ودې باندی بد اغيز ولګول شی.

ټينګ چاي: زياتې حامله ښځې د چاي څښلو عادت لری، د توجه وړ خبره دا ده چې د حامله ګۍ په موده کې بايد دغه عادت بدل کړي په تېره بيا ټينګ چای و نه څښي ځکه چې په چاي کې له دوه سلنې څخه تر پنځه سلنې پورې کافئين شامل دی چې کافئين له اندازې څخه د جنين د حرکاتو هڅونه کوی ، حتی د جنين عادی ودې ته زيانمن دي. برسيره پردې له ټاکلي اندازې څخه د زيات چای څښلو بده نتيجه به دا

وی چې په چاي کې د مازو جوهر په خوړو کې د اوسپنيزو عناصرو سره يو ځای کيږي او حامله ښځه او ددې جنين د وينې لږوالي په ناروغۍ اخته وی.

ژر خوړلی خواړه : ژر خوړلي خواړه ډير خوند لري او د زياتو حامله ښځو خوښ دي . د ډاکترانو په اند دغه ډول خواړه د حامله ښځې لپاره ګټور نه دي ځکه چې په دغه ډول خوړو کې شحمي مواد کم دي . که حامله ښځه هره ورځ دغه ډول خواړه وخوري ، په بدن کې به د شحمي اسيد د کمښت سبب شي ، خو شحمي اسيد د جنين مغز د ودې لپاره ډېر لازم دی . په خاص ډول ويل کېږي چې د حامله ګۍ په لومړنۍ موده کې د جنين جفت رامنځته کېدنه لازم شحمي اسيد ته هم اړتيا لری

البته حامله ښځه بايد له ځينو نورو خوړو مثلا چنګاښ ، د غوړيو او ترشو خوړو څخه هم پرهيز وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040