په چين کې د اسپانيا سفير وايي: چين به د اولمپيک لوبو تر سره کېدو له لارې لا نور پياوړی شي.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-21 15:48:18

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د دوبي په رارسېدو سره به د بېجينګ اولمپيک لوبې هم ژر پيل شي. په چين کې د اسپانيا سفير ښاغلي کارلوس بلاسکو ويلا اوس هره ورځ د خبري رسنيو له لارې د اولمپيک لوبو په اړه بېلا بېل خبرونه اوري. څو ورځې مخکې، ده د مادريد له ښاروال سره يو ځای د بېجينګ اولمپيک لوبو له ځينو سټېديمونو څخه ليدنه وکړه. هغه په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

د چين مرکزي حکومت او د بېجينګ ښاروالي د اولمپيک لوبو لپاره زيات کوښښونه کړي دي. په چين کې د اولمپيک لوبو تر سره کېدو لپاره زيات نوي سپورتي سټېديمونه او ډګرونه جوړ شوي چې زياته پاملرنه يې ورجلب کړې ده. موږ د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګې په لار يو.

د ښاغلي سفير په أند، د اولمپيک لوبې نه يوازې يوه ستره سپورتي پېښه ده، بلکې ټولو نړيوالو ته د چين ښودلو يو ښه فرصت برابر شوی دی. چين به د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له لارې لا نور پرمختګ وکړي.

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبو شعار يوه نړۍ او يو خوب دی. په چين کې د اسپانيا سفير په أند، د اولمپيک لوبو روحيه نه يوازې سپورتي اهميت

لري، بلکې د انسانانو د ګډې هيلې استازيتوب هم کوي. دی وايي:

( درېيم اواز)

زه نظر لرم چې د اولمپيک لوبې د سولې ټينګېدو په اړه د ټولو انسانانو ګډې هيلې څرګندوی دی. په اولمپيک لوبو کې د بېلا بېلو قومونو وګړي سره يو ځای کېږي او په همغږه توګه ژوند کوي چې دا د اولمپيک لوبو تر سره کېدو تر ټولو لويه موخه ده.

ښاغلي کارلوس باور څرګند کړ چې د اولمپيک لوبې د ټولو انسانانو سپورتي لوبې دي. د اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال نه يوازې له چين سره تړاو لري، بلکې د ټولو انسانانو سپېڅلی مشال دی. ده د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې په بهير کې د ويجاړونکيو فعاليتونو سخته غندنه وکړه او دغه خبره يې تکرار کړه چې د اسپانيا حکومت د اولمپيک لوبو او سياسي چارو له يو ځای کولو سره ټينګ مخالفت کوي. ده په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

زما په أند، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې په بهير کې ويجاړونکي فعاليتونه بې معنی وو. د اولمپيک لوبو سپېڅلی مشال د سولې نښه ده. پر سپېڅلي مشال بريد هېڅ دليل نه لري. اسپانيا نظر لري چې اولمپيک لوبې او سياسي چارې بايد سره ګډې نه شي. د اولمپيک لوبې د ټولو لوبغاړيو يو ستر خوب او د دوی د توان څرګندولو يو ډګر دی.

ښاغلي سفير د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د اسپانيا سپورتي پلاوي د تياريانو په اړه څرګنده کړه په اولمپيک لوبو کې ګډون د اسپانيا د ټولو لوبغاړيو يو ګډ خوب دی او دوی دغې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستومانه کېدونکي

کوښښونه کوي. د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د اسپانيا سپورتي پلاوي موخه دا ده چې شپاړس ميډالونه تر لاسه کړي. دی وايي:

د اسپانيا سپورتي پلاوي زياتو چارواکيو او لوبغاړيو په بېجينګ کې په ازمويښتي سياليو کې ګډون کړی دی. زموږ هېواد د ټېنس، پر اوبو د باليټ، غشي ويشتلو، تکواندو او د تورې وهلو لوبو په شمول په څو پروګرامونو کې تفوق لري. موږ باور لرو چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې لږ تر لږه شپاړس ميډالونه تر لاسه کړي. زموږ لوبغاړي به چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې به ګډون وکړي، تر وسې پورې د ميډالونو تر لاسه کولو لپاره کوښښ وکړي.

ښاغلي سفير د دغې مرکې په ترڅ کې د سه چوان ولايت زلزله ځپلوسيمو او ټولو چينايانو ته د اسپانيا حکومت او وګړيو خواخوږي څرګنده کړه او هيله او باور يې څرګند کړ چې چين په بريالۍ توګه اولمپيک لوبې تر سره کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د اولمپيک لوبو په اړه په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو مرکې نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره مننه کوم. هر چېری چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040