په غوړيو کې د شي لان هوا په نامه سابه پخول

cri     (GMT+08:00) 2008-07-21 16:35:11

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېر شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به په غوړيو کې د شي لان هوا په نامه سبو پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

غوړی

شي لان هوا (د ګل په شان يو ډول سابه چې رنګ يی شين دی)

مالګه

هوږه

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په منظمه توګه شي لان هوا ټوټه کيږی.

دوهم، په ګرمو اوبو کې دغه ټوټه شوی سابه پخيږي چې يوازی دوه دقيقې وخت ته اړتيالري.

درېيم، په ګرمو اوبو کې لږ څه مالګه اچول کيږی.

څلورم، دغه پاخه شوي سابه له يادو شويو اوبو څخه ايستل کيږی او په يوه کاسه کې اچول کيږی.

پنځم، په ديګ کې لږڅه غوړی واچوۍ او کله چې غوړی ګرم شي بيا په کې هوږه پخيږي .

شپږم، جوړ شوی سابه له لږڅه مالګې سره په ديګ کې اچول کيږی.

اووم، يوه شېبه وروسته به دغه شين خوراک چمتو شی.

ګرانو دوستانو! دغه خوراک نه يوازی خوندور دی بلکې ډېر ګټور غذايی مواد هم په کې شامل دی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او په اړه يی خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040