چين په هراړخيزه توګه خپلې ژمنې پوره کوی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-21 20:15:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د خلکو ورځپاڼې د جولای په يوويشتمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مشر ليو چي له قوله ليکلي چې چين د اولمپيک لوبو د کوربنی حق د تر لاسه کولو له اوو کلونو راهيسی په هراړخيزه توګه د چاپېريال ساتنې ، د ساينس او انساني کلتور اولمپيک لوبو په هکله درې مفکورس پلی کړی او په جدی توګه يې تياريانی نيولی چې له نړيوالې ټولنې سره يې خپلې ژمنې پوره کړی دي.

ښاغلي ليو چي وويل له اوو کلونو راهيسی، بېجينګ د هوا کيفيت د ښه والي لپاره څه دپاسه دوه سوه تدبيرونه نيولی، د اولمپيک لوبو په بېلا بېلو ساحو کې يې د ساينس او تکنولوژۍ برياليتوبونه استعمال کړی او په ژوره توګه يې د اولمپيک کلتوري روزنې پرمخبيولي دي. ده وويل چين به د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره په جدي توګه وروستی تياريانی هم تر سره کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040