د اولمپيک لوبو د کوربنی حق له تر لاسه کولو وروسته په چين کې د وګړيو د روغتيا تر لاسه کولو په اړه سپورټي چارو چټک پرمختګ کړی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سپورټي چارو د عمومی اداری مرستيال فنګ جيان جونګ د جولای په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې وويل د اولمپيک لوبو د کوربنی حق له تر لاسه کولو وروسته په ٧ کلونو کې په چين کې د وګړيو د روغتيا تر لاسه کولو په اړه سپورټي چارو چټک پرمختګ کړی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره سپورتي چاپيريال برابر کړی دي.
ښاغلی فنګ جيان جونګ په همدی ورځ د بېجينګ د مطبوعاتی نړيوال مرکز په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل اوس د چين په ښارونو او کليوالو سيمو کې په بنسټيزه توګه د خلکو د سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره ډول ډول اسانتياوی تاسيسات او خدمتی سيستم رامنځته شوی دی.