د نينګ شيا مسلمانانو د خپلو ځانګړيو دودونو له لاری د اولمپيک سپېڅلی مشال د رسيدو هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2008-07-22 18:11:45

په چين کې د هوی قوم د راغونډېدو لپاره په ترټولو لويه سيمه کې يعنی د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې خلکو د جون په ٢٩ نېټه د څرمنی کيښتيو، د هوی قوم د ځانګړی نڅا او اوښانو کاروانو له لاری د اولمپيک سپورتی سپېڅلی مشال د رسيدو لپاره هر کلی وکړ او د هوی قوم سل تنه مشال ليږدونکيو د مشال ليږدونې په دري ورځني فعاليت کې ګډون وکړ.

د همدی ورځې د سهار په اتو بجو د اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال د نينګ شيا په ځونګ وي ښار کې بل شو.د هوی قوم خلکو چې ښکلی قومی جامې يی اغوستې وې،د سندرو ويلو ترڅنګ نڅا هم کوله .

د وو جونګ ښار په نينګ شيا کې د دغه فعاليت دوهم تم ځای و.په دغه ښار کې د هوی قوم نفوس د عمومی نفوس په سلو کې پنځوس اعشاريه ٢ برخه نيسی او دغه نفوس د چين د نورو همدغه شان ښارونو په پرتله ډېر زيات دی. د جون په ٣٠ نېټه د شيانګ يون په نامه سپېڅلی مشال هلته ورسيد او د مسلمانانو له ځينو مذهبی ځايونو څخه تېر شو چې د اولمپيک روحيې راغونډونکی ځواک ترې څرګنديږي.

روان کال د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د جوړولو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی .د جولاۍ لومړی نېټه د چين د کمونست ګوند د جوړولو له ورځې سره هم برابره ده،د روان کال د جولاۍ په لومړی نيټه د شيانګ يون په نامه سپېڅلی مشال د اين چوان ښار ته ورسيد چې د دغې سيمې دهوی او هان قومونو د شپږ مليون تنو

لپاره د خوشالې وړ دری کارونه وو.

د همدی ورځې سهاروختی داين چوان څو لکو تنو ښاريانو په پر له پسی توګه د مشال ليږدونې د لارو په اوږدو کې ولاړ وو او نه يی غوښتل چې دغه قيمتی وخت ژر تېر شی.

پخوا د نينګ شيا خپلواکه سيمه وروسته پاتی وه، خو اوس د چين د کمونست ګوند په لږه کيو سيمو کې د خپلواکې تګلارې د پلی کولو او د هوی او هان قومونو له کوششونو وروسته په نينګ شيا کې اقتصادی او ټولنيز حالت بدل شوی په تېره بيا د اين چوان ښار نه يوازی د هېواد د پاک ښار په توګه وټاکل شو بلکی يو ښه چاپيريال لرونکی ښار هم وبلل شو.د نينګ شيا پرمختګ نه يوازی د هان قوم له کوششونو سره اړيکی بلکی د هوی قوم د خلکو له نه ستومانه کيدونکو کوششونو سره هم اړيکی لري.نو د هوی قوم خلکو د خپلو ځانګړيو دودونو له لارې د اولمپيک سپېڅلی مشال د رسيدو هر کلی وکړ چې ور څخه د هوی قوم خلکو له خوا د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو ملاتړ څرګنديږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040