بن کيمون د بېجينګ اولمپيک لوبو د سټيديومونو ستاينه وکړه
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشی بان کيمون د جولای په يوويشتمه نېټه په نيويارک کې وويل د بېجينګ اولمپيک لوبو سټيديومونه تر ټولو لوی او ښکلی دي.
نوموړي په همدی ورځ د م م په مقر نيويارک کې د چيني انځورګرانو د أثارو د نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل په وروستيو وختونو کې يې چين ته د سفر په ترڅ کې له يادو شويو سټديومونو څخه ليدنه وکړه.د دغو لوبو لپاره د چين تياری او کوششونه ډېر اغېزناک دي.
بن کيمون زياته کړه د بېجينګ اولمپيک لوبې به بريالي شي او هرومرو به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادوالو ترمنځ تفاهم او په نړۍ کې سوله ، ثبات او سمسورتيا پياوړې کړي.