چين به د اولمپيک لوبو په اړه د راپورونو د خپرولو لپاره بهرنيو خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي
cri (GMT+08:00) 2008-07-22 20:41:27
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ليو جيان چاو د جولای په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل دغه وزارت او د اطلاعاتو اړوند ارګانونه به د بېجينګ اولمپيک لوبو په موده کې د راپورونو خپرولو لپاره بهرنيو خبريالانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
ښاغلي ليو جيان چاو د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې وويل چين به د اولمپيک لوبو او تياريانو په موده کې په جدي او بشپړه توګه د بهرنيو خبريالانو د مرکې په اړه اړوند مقررات پلی کړي چې هم به امنيت او هم به د راپورونو د خپرولو اړتياوو ته پاملرنه وکړي.