د شان دونګ ولايت په چو فو او تای ان ښارونو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت پای ته ورسېد
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شان دونګ ولايت په چو فو او تای ان ښارونو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت د جولای په دوه ويشتمه نېټه پای ته ورسېد.
چو فو ښار د چين په لرغونی زمان کې د مشهورې مفکورې پوه کانفوسيوس اصلی کور دی. په دغه ښار کې سل تنو د مشال ليږدولو په فعاليت کې ګډون وکړ.
په چو فو ښار کې د مشال د ليږدولو فعاليت له پای ته رسېدو وروسته، سپيڅلی مشال د همدې ورځې په غرمه تای ان ښار ته ورسېد. لوبغاړی شينګ او وې چې د ٢٠٠٠ کال د سيدنی په اولمپيک لوبو کې د ډله ايز جمناستيک پروګرام اتل و، په دغه ښار کې د مشال لومړی ليږدونکی و.