د اولمپيک لوبو په ترڅ کې بايد امنيت تأمين شي
cri (GMT+08:00) 2008-07-22 21:28:18
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسی بيورو د دايمی کمېټې غړی جو ياونګ کانګ د جولای په دوه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې کارونو د څارنې په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د دغو لوبو په ترڅ کې بايد پوره امنيت تأمين شي چې نړيواله ټولنه، لوبغاړي او هېوادوال له دغو لوبو څخه خوښ وي.
نوموړي وويل د دغو لوبو د امنيت ساتنې کارونه اوس په مهم پړاو کی دی. د اړوندو ځايونو او سيمو عمده مسئولين بايد د امنيت ساتنې کارونو د پياوړی او سالم تر سره کېدو لپاره کوشش وکړي.