د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې د امنيت ساتل د عام امنيتی ارګانونو تر ټولو مهمه دنده ده
cri (GMT+08:00) 2008-07-22 21:34:04
د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د عام امنيت وزير مونګ جيان جو د جولای په ٢٢ نېټه په بيجينګ کې وويل : د اولمپيک سپورتی لوبو په موده کی د امنيت ښه ساتنه د چين د عام امنيت ساتونکو ارګانونو تر ټولو مهمه دنده ده ٠
ښاغلی مونګ جيان جو څرګنده کړه چې د چين د عام امنيت ساتونکی ارګانونه بايد هر وخت له بېلا بېلو ناڅاپه پيښو سره د مقابلې لپاره چمتو وي ٠ پوليس بايد د خپلې دندې د ترسره کولو په بهير کې جدی ، عادلانه او متمدنه رويه غوره کړي٠