بايد د اولمپيک د ډاډمنو سپورتی لوبو د موخې تر سره کولو لپاره کوشش وشی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-23 17:50:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخی د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميسيون غړی او د مرکزی حکومت د سياست او قوانينو کميټې منشی جو يونګ کانګ د جولاۍ په ٢٢ نېټه په بېجينګ کې په ټينګار سره وويل بايد د ډاډمن اولمپيک د موخې د تر سره کولو او د دغو لوبو په اړه د نړيوالې ټولنې، لوبغاړيو او خلکو له خوا د خوښی حاصلولو لپاره کوشش وشی.

نوموړي په همدی ورځ د اولمپيک د امنيت ساتنې د کارونو د څارنې لپاره له هستوګنځيو، تر ځمکو لاندی د اورګاډي له تم ځايونو او د بېجينګ د نړيوال هوايی ډګر له دريم ودانۍ څخه ليدنه وکړه .هغه زياته کړه چې اوس د اولمپيک د سپورتی لوبو د امنيت ساتنې کارونه په مهم پړاو کې دی ، نو د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنه تامين د لومړی دندې په توګه ټاکل کيږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040