د بېجينګ د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې کارونه په هر اړخيزه توګه پيل شول
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کميټې د امنيت ساتنې څانګې مشر ليو شاو وو د جولاۍ په ٢٣ نېټه وويل چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د امنيت ساتنې کارونه په هر اړخيزه توګه پيل شوی او امنيت ساتونکی ځواکونه منظم شوي دي.
ښاغلی ليو د دغولوبو د عمده مطبوعاتی مرکز په يوه خبری ناسته کې وويل د چين حکومت د بېجينګ د اولمپيک لوبو ته په درنه سترګه ګوري چې تر اوسه پوری يی د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې لپاره د اغيزمنې قوماندانی سيستم او اړوند بشپړ پلان جوړ او په دغه برخه کې يی له نورو هېوادونو سره د نظريو تبادله او همکاری کړې ده.هغه زياته کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو امنيت ساتونکي د پوليسو او پوځی سرتيريو په شمول له بېلا بېلو خواوو ځواکونو څخه جوړ شوي او د امنيت ساتلو لپاره ګڼ شمېر داوطلبان راغوښتل شوي دي.