د بېجينګ د هوا کيفيت ښه والی د حيرانتيا وړ دی
cri (GMT+08:00) 2008-07-23 20:47:19
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې اجرايی مشر فيلی د جولای په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل د موټرونو کارولو د محدودې تګلارې په پلی کولو سره د بېجينګ د هوا کيفيت ښه والی د حيرانتيا وړ دی، نو ځکه دی د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا کيفيت په اړه پوره باور لري.
نوموړي په همدې ورځ په بېجينګ هوټل کې د نهه ويشتمې دورې اولمپيک لوبو لپاره د اولمپيک لويی کورنۍ هوټل په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. ده وويل اوس په بېجينګ کې دا احساسېږی چې وګړي د اولمپيک لوبو ته سترګې په لار دي.