د چين د دولتي شورا د تايواني چارو د دفتر وياند د بېجينګ اولمپيک لوبو په موده کې د تايواني ډلې په نامه يوه وينا وکړه
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت شورا د تايواني چارو د دفتر وياند د جولای په درويشتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د تايواني ډلې په نامه يوه وينا وکړه.
نوموړي وويل د تاريخی لامل له امله، د تايواني ډلې د نوم په اړه د تايوان تنګې د دواړو غاړو د اولمپيک کمېټو تر منځ توپير موجود و. يو جونګ ګوه تای بی او بل يې جونګ هوا تای بی و. په ١٩٨٩ کال کې د دواړو غاړو د اولمپيک کمېټو په هانکانګ کې يو تړون لاسليک کړ چې په څرګنده توګه يې د چين په ستره برخه کې د جونګ هوا تای بی نوم د کارولو چوکاټ وټاکه. ده زياته کړه په وروستيو ورځو کې د ځينو تايواني خبري رسنيو او شحصيتونو هغه ويناوې له واقعيت سره سمون نه خوری چې وايي په ستره برخه کې قصدا جونګ ګوه تای بی د جونګ هوا تای بی پر ځای کارول کېږی.