د چين د دولت رئيس هو جين تاو هيله څرګنده کړه چې د چين لوبغاړي ښې نتيجې تر لاسه کړي.
cri (GMT+08:00) 2008-07-24 15:46:59
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس هو جين تاو د جولای په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې هيله څرګنده کړه چې د چين لوبغاړي ښې نتيجې تر لاسه کړي.
رئيس هو جين تاو په همدې ورځ د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې ته ولاړ، له لوبغاړيو، روزونکيو او اړوندو کارکوونکيو سره يې وکتل او د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب يې ټولو وګړيو ته سلامونه وويل.
رئيس هو جين تاو د کتنې په پای کې هيله څرګنده کړه چې د چين د سپورتي چارو عمومي اداره په جدي توګه تمرينونه وکړي او لوبغاړيو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.