يو اويا تنه روغتيايی کارپوهانو د بېجينګ اولمپيک لوبو د عامې روغتيا د ضمانت په کارونو کې ګډون کوی
cri (GMT+08:00) 2008-07-24 20:17:57
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يواويا تنو روغتيايی کارپوهانو چې په ټول هېواد کې غوره شوی، د جولای په څلورويشتمه نېټه د بلن ليک تر لاسه کړی دی. دوی به د بېجينګ اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په موده کې د عامې روغتيا د ضمانت له کارونو څخه د لوړې سويې سانيسي تکنولوژۍ ملاتړ وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه يو اويا تنه کارپوهان د خوراکی موادو، څښاک اوبو، د عامه روغتيا ځايونو، د راډيو اکتيفيت د مخنيوۍ او د ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوی په شمول له ساحو سره تړاو لری.