تونګ ژن تانګ

cri     (GMT+08:00) 2008-07-24 20:30:12

 

په نولس سوه او دوه نويم کال کې د چين د بېجينګ تونګ ژن تانګ شرکت د ښاري حکومت له منظورۍ وروسته جوړ شو. دغه شرکت په عمده توګه چيني دوديز درملونه توليدوي او پلوري.

د دوه زره او اووم کال تر پايه پورې د دغه شرکت عمومی پانګې اته مليارد او پنځه سوه مليون يوانو ته رسېدلی او د پلورلو عايدات يې اووه مليارد او پنځه سوه مليون يوانو ته رسېدلی و. دغه شرکت دوه لس زره کارکوونکي او په پنځه لسو هېوادونو او سيمو کې اووه سوه او دوه لس شبکې لري.

دغه شرکت په نولس سوه او اووه نويم کال کې خپلې ونډې درلودلې. په دوه زرم کال کې د دغه شرکت يوې څانګې يعنی د بېجينګ تونګ ژن تانګ د ساينس، تکنولوژۍ او پرمختګ شرکت د هانکانګ په پولي بازار کې خپلې ونډې درلودلې. بر سېره پردی دغه شرکت د تونګ ژن تانګ د درملو شرکت، د تونګ ژن تانګ د سوداګرۍ او پانګونې شرکت او د تونګ ژن تانګ د درملي سرچينو شرکت په شمول بېلا بېلې څانګې لري. دغه شرکتونه هر کال د څلورويشت ډولونه يو زر رانګه توليدات توليدوي. يادو شويو دوو وڼدو لرونکيو شرکتونو د يي ځوان د اقتصاد او تکنولوژۍ د پرمختګ په سيمه کې شپږ سوه مليون يوانه لګولي چې د توليدولو خپلې اډې يې جوړې کړې دي. د دغو شرکتونو د توليدولو کچه د چين په دننه کې پرمختللې ده. په دوه زره او شپږم کال کې د بېجينګ تونګ ژن تانګ اکاډيمي جوړه شوه . په دوه زره او اتم

کال کې د هانکانګ د دا پو صنايعو په سيمه کې د دغه شرکت د توليدولو اډه چې پکې يو سل او پنځوس مليون يوانه لګول شوي، په رسمي توګه وکارول شوه.

دغه شرکت له ډېرو کلونو راهيسی په پرله پسې توګه ډېرې جايزې تر لاسه کړې دي.

د چين د کمونيست ګوند د تنظيم مرکزی کمېټې، د دولتي شورا د دولتي پانګو کمېټې له څارنې او ازموينې وروسته د تونګ ژن تانګ شرکت د مشرۍ ډله د دولتي تصديو د غوره مشرې ډلې په توګه وټاکل شوه. دغه شرکت د دولتي شورا د دولتي پانګو کمېټې له خوا د دولتي لويو تصديو د يوې بېلګې په توګه هم وټاکل شوه. بر سېره پردی دغه شرکت د دولتي شورا له منظورولو وروسته د دولتي نامادي کلتوري ميراثونو په لست کې هم شامل شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040