د چين د ساينس په تر ټولو لويه سيمه کې به د چاپيريال ساتنې کارونه ښه پرمختګ وکړي
په وروستيو کلونو کې د انرژۍ سپمول او ککړتيا کمول د نړۍ په بېلا بېلو تصديو کې پر تودې موضوع بدله شوي ده. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ساينس د تر تولو لويې سيمې يعنی د جونګ ګوان څون سيمې په اړه څه معلومات وړاندی کړو. په دغه سيمه کې به د چاپيريال ساتنې کارونه ښه پرمختګ وکړي.
د جونګ ګوان څون ساينسي سيمه په نولس سوه او اته اتيايم کال کې په بېجينګ کې جوړه شوه. د پرمختللی تکنولوژۍ اتلس زره چيني او بهرنی تصدی په دغه سيمه کې راغونډې شوي دغه سيمه ښه چاپيريال او بشپړ بنسټيز تاسيسات لري. د دغې سيمې د ادارې کمېټې مشر ښاغلي دای وې وويل دغې سيمې په وروستيو کلونو کې د ايکولوژيکې سيمې د جوړولو له موخې سره سم د خپل چاپيريال اداره کولو او د انرژۍ سپمولو لپاره د يو لړ بنسټيزو تاسيساتو جوړولو په شمول ډېر تدبيرونه نيولي دي. ښاغلی دای وې وايي
زموږ په سيمه کې د انرژۍ او اوبو د سپمولو لپاره د بيا رامنځته کېدونکی انرژۍ کارول کېږي. د ايکولوژيکی چاپيريال د أبادۍ په برخه کې په دغه سيمه کې بېلا بېل نباتات په ښه ډول ساتل کېږي او د شنو ځنګلونو د پټولو او د بيا رامنځته
کېدونکی انرژۍ د کارولو انډول يې په پرله پسی توګه لوړيږي.
د دغې سيمې د ادارې کمېټې مشر ښاغلي دای وې وويل دغه سيمه په نړيواله کچه د چاپيريال ساتنې لابراتوارونه، د څېړنې مرکزونه او علمی سرچينې لري. بر سېره پردی د چاپيريال ساتنې کورني او بهرني پرمختللي تکنولوژي په دغه سيمه کې رامنځته شوي دي. نو د يوې ايکولوژيکی سيمې جوړول د دغې سيمې د راتلونکی پرمختګ د يوې مهمې موخې په توګه ګڼل کېږي. ښاغلی دای وې وايي
دغې سيمې په وروستيو کلونو کې د چاپيريال ساتنې او انرژۍ په بېلا بېلو ساحو کې ډېر پرمختګ کړی او تصديو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي. موږ به د انرژۍ او چاپيريال ساتنې يو د تکنولوژۍ په پرمختګ کې ډېر نوښتونه رامنځته کړي او د چاپيريال ساتنې يو لوړ پوړی او اغېزناک سيستم جوړ کړو.
نوموړي زياته کړه دغه سيمه به په راتلونکو لسو کلونو کې د اړوندو تګلارو د ټاکلو او مرستندويه پيسو د برابرولو له لارې د چاپيريال ساتنې د کارونو ملاتړ وکړي.
اوس په دغه سيمه کې د چاپيريال ساتنې په اړه د پرمختګ پلانونه ، د انرژۍ سپمولو او د اضافي توکيو د کارونې او ادارې اړوند معيارونه او د ضمانت تدبيرونه ټاکل کېږي. پر همدی مهال په دغه سيمه کې د باران او سيلاب د کارونې، د ودانيو جوړولو په ترڅ کې د انرژۍ سپمولو او د بی کاره بريښنايي توکيو د راغونډونې او ادارې په شمول لس عمده پروژې هم ټاکل شوي دي.
بر سېره پردی به په دغه سيمه کې د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې پروژو ته مرستندويه
پيسې برابرې کړي او د مرستندويه پيسو تر ټولو زيات شمېر به پنځه مليون يوانو ته ورسېږي. د دغې سيمې د ادارې کمېټې مرستيال ښاغلی لي شي جو وايي
دغه مرستندويه پيسی به په عمده توګه د دغې سيمې له خوا د توليد شويو توکيو او د دوی د توليداتو په پلورولو کې وکارول شي.
د دغې سيمې د ادارې کمېټې مشر ښاغلي دای وې وويل د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې کارونه ښه راتلونکی لري او د اړوندو تګلارو په ملاتړ او د ټولنې په پاملرنې سره به ښه پرمختګ وکړي.