د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې فعاليت تر سره شو.
cri (GMT+08:00) 2008-07-25 15:47:00
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د هه نان ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې فعاليت د جولاۍ د پنځه ويشتمې نېټې په سهار تر سره شو.
په جنګ جو ښار کې د مشال لېږدونې لارې اوږدوالی اوه اعشاريه شپږ کيلومتر و او دوه سوه او اته لېږدونکو په کې ګډون وکړ.
د اولمپيک لوبو مشال به د جولاۍ له شپږويشتمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې د هه نان ولايت په کای فنګ، لو يانګ او ان يان ښارونو کې تر سره شي.