د بېجينګ د اولمپيک کلی پرانيستنې ته چمتو شوی دی.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د کليو وياندې دنګ يا پينګ د جولاۍ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه دغه کلی به د جولاۍ په اوه ويشتمه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شي. اوس د تيارۍ بېلا بېل کارونه پای ته رسيدلی دی.
د اولمپيک کلی د اولمپيک لوبو په موده کې د لوبغاړيو او چارواکيو د اوسيدو سيمه ده. هغې وويل د جولاۍ له شلمې نېټې راهيسي، د شپږ څلويښتو پلاويو د مخکښنی ډلې يو سل او پنځوس تنه په دغه کلی کې اوسيدلی دی. په اوه ويشتمه نېټه به د دغه کلی د پرانيستونکی مراسم په رسمی توګه تر سره شي او له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه د شپاړس زره لوبغاړيو او چارواکيو هر کلی پکې کېږي.