د بېجينګ د اولمپيک لوبو د خبري رسنيو دوه کلي پرانيستل شول.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-25 17:09:45

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د خبري رسنيو دوه کلی د جولاۍ د پنځه ويشتمې نېټې په سهار پرانيستل شول چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د خبري رسنيو څه باندی اوه زره تنه کارکوونکو ته به اسانتياوی پکې برابرې شي.

د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې ثبت شويو خبريالانو ته دوه کلی برابر کړي. د شنو کورونو په نامه کلی د اولمپيک د ځنګلونو د باغ په نژدی سيمه کې او د هوی يوان په نامه کلی د بېجينګ د اولمپيک لوبو د عمومی سټېډيوم سره په نژدی سيمه کې پروت دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040