بېجينګ د اولمپيک د شنو لوبو په اړه ژمنه پلی کړې ده.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-25 17:13:56

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د پلازمينې شنو د کميټې د دفتر مرستيالې او د دغې کميټې وياندې وانګ سو مې د جولاۍ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل په بېجينګ کې د شنو شويو سيمو انډول د ٢٠٠٠ کال له شپږ ديرش سلنې څخه اوسنی دری څلويښت سلنې ته لوړ شوی چې له مخې يې بېجينګ د اولمپيک د شنو لوبو په اړه خپله ژمنه پلی کړې ده.

مېرمن وانګ په نړيوال مطبوعاتی دفتر کې د اولمپيک لوبو د شنو لوبو په اړه يوه خبري ناسته کې وويل بېجينګ د اولمپيک د شنو لوبو د جوړولو په بهير کې تل د خلکو ګټو ته پاملرنه کوي او په پر له پسی توګه يې پخوانی چاپېريال بشپړ کړی او نوی شين چاپېريال يې جوړ کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040