د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د چين سپورتي پلاوی په رسمي توګه وټاکل شو.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-25 17:19:10

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د چين د سپورتي پلاوی د جوړولو مراسم د جولاۍ په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شول. د چين د دولتی شورا غړې ليو يان دونګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه پلاوی له يو زر او نهه نوی تنو غړيو څخه عبارت دي او د لوبغاړيو شمير شپږ سوه او نهه ديرشو رسېږي چې دوی به د اولمپيک لوبو په ټولو اته ويشتو ډولونو لويو سياليو کې ګډون وکړي.

د دغه پلاوی مشر او د چين د سپورتي ادارې مشر ليو پنګ څرګنده کړه چې چين د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره د څو کلونو تياری نيولي دي. لوبغاړي به تر خپلی وسی پورې په سياليو کې د ښو پايلو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. دغه راز هغه پر دې خبره ټينګار وکړ چې د چين پلاوی به په ټينګه سره د فعالونکو درملونو د مخنيوی لپاره کوښښ وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040