بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې سيلانيانو ته د خدمت کولو لپاره چمتو دی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-25 20:01:32

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د سيلانۍ ادارې مشر جانګ هوی ګوانګ د جولای په پنځه ويشتمه نېټه وويل اټکل کېږی چې د اولمپيک لوبو په موده کې به پنځه سوه زره بهرنی سيلانيان بېجينګ ته راشي، بېجينګ دغو سيلانيانو ته د خدمت کولو لپاره چمتو دی.

ښاغلي جانګ هوی ګوانګ وويل په بېجينګ کې د سيلانيانو د اوسېدو لپاره کافی اسانتياوې شته. تر اوسه پوری د پنځو ستورينو هوټلونو د خونو ثبتولو انډول په سلو کې اتيا ته رسېدلی. پر دې سربيره بېجنيګ نژدی شپږ سوه کورنۍ د مېلمستون په توګه ټاکلی دي چې بهرنيو سلانيانو ته د اوسېدو لپاره نور زيات انتخابونه برابر کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040