موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-26 16:49:07
- عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ. زه امان الله عمران يم بيا هم دا دى ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم مو د ژوند ورځنۍ چارې په خير او برياليتوب ترسره كوئ. يوه يادونه كوم چې د پروګرام په پاى كې به د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه وروستۍ سيالۍ كې د بريالي شويو اورېدونكيو نومونه هم اعلان كړو، نو له ياده مو ونه ووځي چې د اورېدو لپاره يې راسره پاتې شئ! نور نو خبرې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې له المان څخه د سي ار اى پښتو خپرونې قلمي همكار عمر پاڅون را استولى دى. په سر كې يې د پښتو څانګې كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: د پښتو هېندارې يوولسمه ګڼه چې لومړى ځل مو د مجلې په بڼه په ښكلي صحافت رنګه چاپ كړې وه، راورسېده، او په دغه پرمختګ، نوموړى وايي، تاسې ته مباركي دركوم او هم ستاسې څخه مننه كوم. اورېدونكى عمر پاڅون بيا وړانديز كوي او ليكي: ستاسې مجله ډېره ښكلې ده، خو كچه او ندازه يې وړه ده، كه يې مخونه زيات شي او شلو ته ورسېږي، ډېر به ښه شي. د پښتو هېندارې په دې ګڼې كې: د چيني ژبې ښوونه، په چين كې بهرنيان د چيني قومونو پېژندنه ډېرې په زړه پورې ليكنې وې. بيا وايي: كه خپلو د ليكوالو او قلمي همكارانو ليكنو ته په كې ځاى وركړئ مجله به لا پسې ښكلې او ګټوره شي.

- له ژوب څخه د پښتو خپرونې دايمي اورېدونكي رفيع الله مندوخېل هم ليك را استولى، له سلامونو وروسته يې په ګيلو پيل كړى او ليكي: تاسو ته چې كله موږ تليفون وكړو نو تاسو د غوږۍ له پورته كولو وروسته خبرې نه كوئ چې پرموږ لګښت راشي او تاسې خبرې نه كوئ، مندو خېل صاحب تاسې او همدارنګه نورو اورېدونكيو ته وايوو چې كله كله د تليفون پركرښه ستونزې وي، چې له مخې يې د يو لوري غږ نه راځي نو په هغه وخت كې چې خبرې نه سره تبادله كېږي نو بيا خو د تليفون غوږۍ بايد كېښودل شي، بله يادونه دا چې زموږ چيني همكاران د ډېرو اورېدونكيو پر خبرو سم نه پوهېږي نو اړ دي چې خبرې لنډې كړي او كله نا كله نو كار ډېر زيات وي چې پر ټليفون د خبرو مجال نور نه وي، كه تاسې اوېرېدونكي يوازې په هغه وخت كې ټليفون وكړئ چې كومه مهمه خبره لرئ او څه وړانديزونه او نظر ويل غواړئ، نو بيا مهرباني وكړئ زنګ ووهئ، پرته له دې به ستاسې مهرباني وي كه د وخت د لنډوالي او د راډيو كاركوونكيو د ډېرې بوختيا له امله له زنګ وهلو ډډه وكړئ. اورېدونكى رفيع الله مندوخېل بيا وايي چې په تېر مارچ مياشت كې يې د سيالۍ پاڼې او نور مطبوعاتي توكي را استولي دي، مندوخېل صاحب ستاسو له خوا د شعرونو يو څو كتابونه او ستاسې له خوا يوه ليكلې شوې كتابچه رارسېدلې ده، تاسو ډاډه اوسئ. بيا وايي: هيله ده موږ په مسابقه كې بې برخې پاتې نه شو، او باور لرو چې چې په دغه سيالۍ كې لومړۍ جايزه هم زموږ وي، ځكه چې، دى دليل وايي او ليكي: موږ پښتو خپرونې ته ډېر زيار ګاللى او په ټول پاكستان كې مو زرګونه خلكو ته سي ار اى راډيو ورپېژندلې ده. مندوخېل صاحب تاسې به د پروګرام په تېره كړۍ كې اورېدلي وي چې د اولمپيك لوبو په سيالۍ كې بريالي شوي ياست نو د اندېښنې كومه خبره نه شته.

- دغه بل ليك را اخلم چې له پېښور څخه اورېدونكي قاري نعمت الله را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د خيبر كلب غړى يم، سي ار اى راډيو خپرونې په ډېره خوندوره توګه خپرېږي او موږ يې په خپله سيمه كې ډېره رڼه اورو. د سي ار اى راډيو د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه د معلوماتي سيالۍ پوښتنپاڼې مو ترلاسه كړې، بايد چې دا ځل هر اورېدونكي ته په مسابقه كې خپل حق وركړل شي. اورېدونكى قاري نعمت الله بيا زياتوي او وايي: د سي ار اى راډيو له ادارې څخه غوښتنه كوو او هغه دا چې د خيبر كلب يو غړى چې شمشېر خان نومېږي چې په دواړو پښو معذور دى، شمشېر خان له سي ار اى راډيو سره ډېره مينه او علاقه لري خو له بده مرغه، دى وايي، شمشېر خان اوس خپله راډيو نه لري، موږ ستاسو څخه هيله كوو چې تاسو د خيبر كلب دغه غړي ته يوه راډيو راواستوئ. تاسو دوه كاله مخكې هم د راډيو را استولو ژمنه كړې وه، نو كه چېرې دا وارې مو هم راډيو را ونه لېږله نو موږ د خيبر كلب غړي به له سي ار اى سره قلمي اړيكې غوڅې كړي.

- دافغانستان د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له جونو غونډۍ څخه د يوراج كلب غړى اسد الله اسد دوه ليكونه را استولي دي. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو خپرونې ډېرې په زړه پورې دي، ما ته د چين نړيواله راډيو ډېر خوند راكوي، خو پوښتنه دا ده، نوموړى وايي، چې تاسو ته ډېر ليكونه درلېږم خو زما ليك ولې نه خپرېږي، ما مې يو ليك هم پر راډيو نه دى اورېدلى. بيا وايي، زه راډيو نه لرم او ما ته يوه چينايۍ راډيو راولېږئ چې د چين نړياولې راډيو پښتو خپرونه په كې رڼه ونيسم او وايې ورم.

- دغه بل ليك را اخلم چې د باجوړ له ماموند سيمې څخه يو اورېدونكې رالېږلى خو خپل نوم يې نه دى پرې ليكلى. نوموړى په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو پښټو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: موږ ستاسې د خپرونې د لا ډېر پرمختګ لپاره لاس په دعايوو. ستاسې خپرونې زموږ لپاره ډېرې معلوماتي دي او موږ ترې ډېره ګټه اخلو. بيا وايي: ستاسې د راډيو له لارې موږ ته معلومه شوې چې چې تاسې پر راډيو د اولمپيك لوبو يوه سيالي هم پيل كړې ده، زه هيله لرم چې په دغه سيالۍ كې د برخې اخيستنې فرصت ترلاسه كړم.

- له پېښور څخه نور حميد خان ليك را استولى او د خپر ونې ټولو كاركوونكيو ته په كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكي: ستاسو پته بلال خان راكړه او دا دى زه هم خپل ليك در استوم، هيله ده پر راډيو يې راته خپور كړئ. بيا وايي: مهرباني وكړئ تاسو موږ ته د خپلې راډيو په او هم د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه معلومات راډالۍ كړئ. اورېدونكى نور حميد خان زياتوي: موږ ته معلومه ده چې په دې وروستيو كې په چين كې يوه خطرناكه او زوروره زلزله وشوه چې څه د پاسه پنځوس زره وګړي په كې مړه شول، موږ پرې ډېر خواشيني شوو، د همدغې پېښې له امله، نوموړى وايي، په سه چوان ولايت كې د اولمپيك لوبو مشعل درې ورځې وځنډول شو. هو نور حميد خانه ستا خبره صحيح ده، د سه چوان ولايت د زورورې زلزلې له امله څه د پاسه شپېته زره وګړيو خپل ژوند له لاسه وركړ، په زرګونو نور ټپيان او هم په مليونونو نور بې كوره شول، د زلزلې د ناورين له امله په چين كې بيا در ورځې ملي ماتم اعلان شو، چې په ترڅ كې يې د اولمپيك لوبو مشعل لېږدولو بهير هم په درې ورځې وځنډول شو، ستا له ليك مننه كوو، او نور ليكونو ته دې په انتظار يوو.

- له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي په خپل ليك كې د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: پروګرامونه مو تل اورو، ښه او ګټور معلومات ترې ترلاسه كوو. په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر واخيست چې د چين په سه چوان ولايت كې يوې زورورې زلزلې په لس ګونه زره وګړي د مرګ تر منګولو ورسول، په لس ګونو زره نور يې ټپيان كړل او په ملينونو نور يې بې كوره كړل. د دغې زلزلې د ناورين خبر ډېر ژر په نړۍ كې د هوا پر څپو خپور شو چې په اورېدو يې د نړۍ ټول وګړي ډېر خواشيني او ويرجن شول او د چين له وګړيو سره يې خواشيني څرګنده كړه، افغانستان او پاكستان هم په دې وير كې له چين سره ځان شريك وګاڼه. بيا وايي: افغان كلتوري بهير هم د چين له خلكو، په تېره بيا له هغو وګړيو سره چې دغې دردناكې پېښې ځپلي د خواخوږۍاو همدردۍ څرګندونه كوي، او ځان په غم كې ورسره شريك ګڼي. هغو وګړيو ته چې د كورنۍ غړي يې له لاسه وركړي د صبر او زغم هيله لري او ټپيانو ځپل شويو كسانو ته د روغ صحت، د امن، خوشالۍ او رامۍ ژوند دعا كوي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو دا دى ولوستل، مخكې له دې چې د پروګرام پاى ته ورسېږو راځئ چې د هما په غږ دغه ښكلې سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د هما په غږ مو سندره واورېده. دا زما وروستى پروګرام و چې تاسو ته مې وړاندې كړ او ستاسو ليكونه مې په كې خپاره كړل. ما د چين نړيوالې راډيو له پښتو خپرونې سره د تېرو دوه نيمو كلونو لپاره كار وكړ چې ډېر ښه او خوشاله وخت مې په كې تېر كړ او دغه موده زما لپاره يوه خورا ډېره ګټوره او نه هېرېدونكې تجربه وه. هيله ده تاسو هر وخت د سي ار اى پښتو خپرونې او نورو بېلابېلو پروګرامونو په اړه خپله نظرونه راواستوئ، پښتوخپرونه او بېلابېل پروګراومنه وارزوئ او د بدلون او لا نور ښه كېدو لپاره يې وړانديزونه راولېږئ.

- د موږ او اورېدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې د خپرونې په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

دا و زما وروستى پروګرام، نو ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، تاسې ټول په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ، د خداى پامان.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040