پاکستاني مشال ليږدونکيو وويل د بيجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې په فعاليت کې پر ګډون کولو ډېر وياړي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-26 17:02:58

د بيجينګ د اولمپيک لوبو مشال ليږدونه د اپريل په شپاړسمه نېټه د پاکستان په اسلام أباد کې تر سره شوه چې پنځه شپيته ليږدونکيو په کې ګډون درلود. څو تنه پاکستانی مشال ليږدونکيو وويل د بيجينګ اولمپيک لوبو د مشال پر ليږدولو ډېر وياړي او هيله يې څرګنده کړه چې د بيجينګ اولمپيک لوبی په بريالۍ توګه تر سره شي.

شمع الله خان چې اووه پنځوس کلن دی، د پاکستان د هاکی نامتو لوبغاړی و او د هېواد د خاکی په ټيم کې د روزونکی دنده تر سره کوي. هغه د مشال ليږدونکي په توګه له ټاکل کيدو وروسته ډېر خوشحاله و، د اولمپيک لوبو مشال د لومړي ځل لپاره پاکستان ته ورسيد چې د چين او پاکستان د خلکو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د عنعنوی دوستی د ټينګتيا لپاره ډېر مهم فرصت و. هغه وويل زه ډېر وياړم او زما لوڼې هم ډېرې خوشحاله دی چې ما د مشال ليږدونې په فعاليت کې ګډون وکړ.

ښاغلي شمع الله خان پخوا د چين د ګوانګ دونګ ولايت د هاکی ټيم لارښوونه کوله چې د چين د وګړيو په نهمو سپورتي لوبو کې يې لومړی ځای ونيو او د چين د هاکی ټيم د روزونکي نومأند وګرځيد. هغه په چين کې د خپل ژوند د يادونې په وخت کې وويل ما په ٢٠٠١ کال کې د چين په ګوانګ جو ښار کې د هاکی ټيم د روزنې دنده تر سره کړه او زما له لخوا روزل شوي هغه ټيم د چين په نهمو ملی سپورتي لوبو کې لومړی ځای ونيو. هلته وګړي ډېر ميلمه پال او دوست دی او يوزانی ستونزه مې دا وه

چې ما له چينی ډوډۍ سره عادت نه درلود،. خو په چين کې ژوند کول زما ډير خوښ شول، ځکه وګړي يې ډېر صميمی دی.

د پاکستان د هاکي نامتو لوبغاړي حسين صدر هم د بيجينګ اولمپيک لوبو يو مشال ليږدونکي و. د ده ټيم پخوا د اولمپيک لوبو طلايی مډال تر لاسه کړی دی. د ده په نظر د چين د ګاونډی هېواد په توګه پاکستان په بيجينګ کې د اولمپيک لوبو تر سره کولو په اړه ډېر وياړي. هغه وويل د اولمپيک لوبو په مشال ليږدونې کې ګډون کول زما لپاره يو وياړ دی. ما په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی او طلايی مډال مې هم تر لاسه کړی دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دغه اولمپيک لوبی به په چين کې تر سره شي او ټولې نړۍ ته به هغه معلومات خپاره شي چې چين له سولې سره مينه وال هېواد دی. پاکستان د چين دوست ګاونډی هېواد دی، موږ ډېر پرې وياړ و.

په اسلام أباد کې وروستنی مشال ليږدونکی د نړۍ د ديوالي بال په تاريخ کې يو ډېر مشهور لوبغاړی و چې د جبهانګير خان نومېږي. هغه د شپږو ځلو لپاره د ديوالي بال په نړيوالو سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او په پرله پسی لسو بريتانيايی سياليو کې يې لومړی ځايونه نيولي دي. دغه ريکارډ د ديوالي بال په تاريخ کې يوزانی و او په نورو سپورتي لوبو کې هم ډېر کم ليدل کېږي. نوموړي له ٢٠٠٢ کال څخه د ديوالي بال د نړيوالې ګډې ټولنې مشر په توګه دنده تر سره کړه. هغه وويل د اولمپيک لوبو مشال د لومړي ځل لپاره پاکستان ته ورسيد چې زما او زما د وطن لپاره ډېر وياړ دی. که څه هم زما سپورتی پروګرام په اولمپيک لوبو کې شامل نه دی، خو د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې په فعاليت کې ګډون کول زما لپاره ډېره د خوشحالۍ پيښه ده. دغه شيبه زما په ژوند کې تر ټولو مهمه شيبه وه.

د بيجينګ اولمپيک لوبو د يادونې په وخت کې ياد شويو مشال ليږدونکيو ټولو باور څرګند کړ چې دغه لوبی به هرومرو بريالۍ شي. ښاغلي شمع الله خان وويل د بيجينګ اولمپيک لوبی به په بريالۍ توګه تر سره شي. چينايان ډېر زحمت کښ او جدی وګړی دی، نو د چين اقتصاد په ټوله نړۍ کې تر ټول ښه پرمختګ کوي. موږ بايد له دوی څخه زده کړه وکړو چې د تکنولوژۍ په شمول په زياتو ساحو کې د دوی له تجربو څخه ګټې واخلو. زه د چين حکومت، چينايانو، د چين د اولمپيک لوبو له انتظامی کمېټې څخه هيله کوم چې د بيجينګ اولمپيک لوبی بريالۍ وي او چين د پخوا په پرتله زيات مډالونه تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040