د اوکراين ولسمشر به د بېجينګ اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2008-07-26 18:27:14

 په راتلونکی بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو کې به د زيات شمېر هېوادونو مشران په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي چې په کې به د اوکراين ولسمشر ويکتور يوشنکو شامل وی. په چين کې د اوکراين لوی سفير سيرګی کاميشيف دغه خبره په وروستيو ورځو کې د سي ار ای راډيو له خبريال سره وکړه او د دغه هېواد د لوبغاړيو د تياريانو په اړه يې معلومات هم ورکړل .هغه خبريال ته وويل ( اواز )

د نورو هېوادونو په شان اوکراين د بېجينګ اولمپيک لوبو ته په درنه سترګه ګوري. ځکه چې دغه لوبې به په تاريخ کې لومړۍ ستر لوبې وي او هر هېواد هيله لري چې د دغو لوبو په ترڅ کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د بېجينګ اولمپيک لوبو تر سره کيدل ورځ په ورځ رانژدی کېږي چې د بېجينګ ښار په هر ځای کې د دغو لوبو په اړه اصلی شعار تر سترګو کېږي. د لوی سفير سيرګی کاميشيف په اند د ګډی نړۍ او مشترکې هيلې په نامه شعار د انسانو يوه ګډه هيله څرګندوی چې اولمپيک لوبی به د سولی او متقابل پوهاوی په چاپيريال کې تر سره شي.

د لوی سفير سيرګی کاميشيف په اند د ګډی نړۍ او د مشترکې هيلې په نامه شعار د اولمپيک لوبو په وړاندی د خلکو ترمنځ مساوات څرګندوي. لکه چې په لرغونې

موده کې خلکو د اولمپيک لوبو په ترڅ کې له جګړو څخه لاس اخيسته. نو د اوکراين ولسمشر ويکتور يوشنکو پريکړه وکړه چې په بېجينګ کې به د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. دا به لومړۍ ځل وی چې ويکتور يوشنکو د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته چين ته راځي.

لوی سفير سيرګی کاميشيف په بېجينګ کې ٤ کاله ژوند کړی ، چين په دغو ٤ کلونو کې په پر له پسی توګه د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د غوښتنې په هکله خپله ژمنه پلی کړی. په دغه موده کې په بېجينګ ښار کې د هوا کيفيت او ټرافيکی حالات ښه والی موندلی دی . لوی سفير سيرګی کاميشيف وويل ( أواز ٢)

په وروستيو کلونو کې په بېجينګ ښار کې ستر بدلون رامنځته شوی .ما د يو بهرنی په توګه په دغه ښار کې څلور کاله ژوند کړی . د بېجينګ وګړيو او ټولو چينايانو د کوښښونو له امله د چين پلازمېنه په ښه توګه بدلېږي. زما په اند د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته به بېجينګ نورهم يو ښکلی ښار وي.

اوکراين په٢٠٠٤ کال کې د أتن په اولمپيک لوبو کې ٢٣ مډالونه تر لاسه کړی چې په کې نهه طلايی مډالونه ، پنځه د سپينو زرو او نهه د برونزو مډالونه شامل و او د مډالونو د اخيستونکو هېوادونو په ليست کې يې دوولسم مقام ګټلی و.

لوی سفير سيرګی کاميشيف وويل د اوکراين حکومت د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تياری کارونو ته په درنه سترګه ګوري چې د عمومی همغږی او د پانګونو د تامينولو لپاره د صدراعظمې يوليا تيموشنکو په مشرۍ د بېجينګ د

اولمپيک لوبو د تياريانی کميټه يې جوړه کړی. بر سيره پر دی ولسمشر ويکتور يوشنکو هم د لوبغاړيو د تياريانو د حالاتو د ليدلو لپاره څو ځله د اولمپيک لوبو کميټې او د سپورتی چارو له چارواکيو سره وکتل.

د مرکې په پای کې لوی سفير سيرګی کاميشيف خپله نيکه هيله څرګنده کړه

( أواز ٣)

زه هيله لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبی به سترې سپورتي او دوستانه لوبی وي او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې به يوه بله لويه تاريخی پېښه وي.

ګرانو اورېدونکو، د اولمپيک لوبو په اړه په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو مرکې نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي.  ويانده ليلا، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040