د ښاپېريو وطن دوهمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د چين سوېلې الوتنه (چينا سوترن اېرلاين) د سيمې د نورو هوايي شركتونو په پرتله ډېرې ښې اسانتياوې لري، چې په همدې ډول يې الوتكې هم ښې او نوې دي، د دوى د الوتكو شمېر هم ډېر دى، هغسې نه لكه په افغانستان اريانا افغان الوتنه، چې د ګوتو په شمېر الوتكې لري، نه دا اسانتياوې لري او نه هم دومره نظم او رونق.

زما د ټولو الوتنو ټېكټ يعنې له كابله تر اسلام اباده، له اسلام اباده تر اورمچي، له اورمچي تر بېجېنګ او په همدې ډول د بېرته راتګ ټېكټ - په بېجېنګ كې د چين نړيوالې راډيو له خوا اخيستل شوی او ما ته يې د DHL له لارې كابل ته راولېږلى و.

اورمچي له واورو ډك او سوړ ښار دی. که تاسې غواړئ د سپټمبر او مارچ تر منځ زماني واټن کې اورمچي ته سفر وکړي، نو خامخا له ځانه سره تودې او ګرمې جامې واخلئ. د دغه ولايت هوايي ډګر په عصري تخنيكي وسايلو سمبال دی. له الوتکې څخه تر کوزېدو وروسته موږ ټول د الوتكې سورلۍ په ليكو كې ودرېدو چې مسوول کسان زموږ پر پاسپورټونو د داخلېدو مهر ولګوي. دغه كار ډېر وخت واخيست، پوليسو به يو - يو كس له ليكو په خپله خوښه ايسته، يوې خونې ته به يې د هغه د بكس د كتلو لپاره بوته. ما همدغه وخت بېجېنګ ته الوتنه درلوده. پر مړوند مې لاسي ګړۍ نه وه. او نه مې هم د چين وخت ته پام و چې له کابل او اسلام اباد سره يې وخت توپير لري. د مساپرو ليکو او د پوليس ناغېړۍ ته مې چې کتل نو ښکارېده چې دا به ډېر وخت نيسي. له يوه چا مې د ساعت پوښتنه وكړه، د هغه ساعت هم بې وخته و. پوليس ته ورغلم په انګريزي مې ورته وويل چې زه بېجېنګ ته الوتنه لرم، لكه چې ناوخته ده، هيله ده بې نوبتي وكړئ او تر ټولو لومړى زما د كتنې او تلاشۍ كار خلاص كړئ. څه خبره يې و نه كړه. دى هم لكه چې په انګريزۍ نه پوهېده، خو لکه چې زما له اشارو سره په مل خبرو يې سر خلاص شوی و. په اشاره يې لارښوونه راته وكړه چې هغې خونې ته لاړ شم.

کله هم که چين ته سفر کوئ نو ښايي يو څو ټکيه چينايي ژبه زده کړئ. ځکه دلته ډېر لږ داسې څوک پيدا کېږي چې هغه دې په انګريزي پوه شي، ان کېدی‎ شي داسې څوک له سره له تاسې سره مخ نه شي.

په وروستيو څو مياشتو كې له كابل او اسلام اباد څخه له راغليو مساپرو سره مخدره مواد نيول شوي دي. امين الله امرخېل چې کله د کابل نړيوال هوايي ډګر قوماندان و پرهغه مهال هم په دغه هوايي ډګر كې ځينې داسې كسان ونيول شول چې مخدره مواد يې په ګېډه كې ځاى پر ځاى كړي وو او غوښتل يې چين ته يې ولېږدوي. له همدې امله نو افغانان او له ډيورېند كرښې هاغاړې پښتانه چې پاكستاني پاسپورټونه لري د پوليسو له خوا په ډېره ځيرتيا تلاشي كېدل. دغه كار ما ته ښه و نه اېسده او داسې مې وانګېرله چې زموږ سپكاوى كېږي او د حقارت او كمي احساس مې وكړ.

پوليس هم له ما پاسپورټ واخيست، په يوه خونه كې يې زما د غاړې بکس وكاته، فكر مې وكړ چې اوس مې كار خلاص شو، دا دى له خيره ځمه. خو نه داسې نه وه، پوليسو د نورو هغو افغانانو او پښتنو په څېر بلې خونې ته بوتلم. په يوه ماشين كې يې ودرولم. دا نو يوه تنګ او نري دالېز ته ورته ځاى و چې ايله بيله زه په كې ځايېدم او د يوې دقيقې لپاره په همدغه ماشين كې ولاړ وم. دلته نو راته قبر سترګو ته شو، چې لا يې پسې خواشينى كړم. وار پار مې خطا كړى و، په ماشين كې په هغه ټاكلي ځاى مې پښې نه شوى اېښودلاى. پوليس دروازه بېرته كړه، زه يې له ماشين څخه راوويستم او خپله په كې ودرېد. بيا يې په اشاره پوه كړم چې په دغه ماشين كې هغسې ودرېږم لكه دى چې ودرېږي. لعنت په شيطان دا څه نخرې دي. په خوله مې دا متل راغى چې د وچو له لاسه لامده هم سوځي. ټول راغلي مساپر له دغسې چلند سره مخ وو. هر يو بايد له دغو پړاوونو څخه تېر شوى واى. دا ټول چلند د هغو څو كسانو له لاسه له پښتنو او افغانانو سره كېږي چې غواړي د يو څو پيسو لپاره د مخدره موادو قاچاق وكړي. همدوى د دومره نورو خلكو ژوند له تكليف او ازار سره مخ كړی دی. دغه مخدره مواد به د نورو څومره خلكو ژوند له ستونزه سره مخ كوي چې هغه بيا په دغو موادو روږدي كېږي. اوپس، دا ځينې انسانان څومره په زړه كراړ او ظالمان دي!. هغه څېرې مې تر سترګو کېدې چې د مخدرو موادو د پلورونکيو او توليدوونکيو له لاسه يې ژوند په اوبولاهو شوی او اوس د پېښور په کوڅو کې لالهاند ژوند کوي. دغه وړ وګړي اوس په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې هم را پيدا شوي دي.

د پښتنو ځوانانو له خوا د دغسې ناوړو كارونو د مخنيوي لپاره غوڅ او كارنده چارې نه دي ترسره شوي. يا كېدى شي په كوم كلي بانډه كې يې پر ضد هلې ځلې شوې وي، خو هغه د مطبوعاتو له خوا نه دى ځلول شوي، چې د نورو له خوا يې ملاتړ او پيروي وشي. زموږ مطبوعات هم عجيبه دي، ډېر وخت خو يوازې د مرګ ژوبلې خبرونه خپروي. په كليو بانډو كې د خلكو له خوا د كليوالو د ژوند د ښه والي لپاره هلې ځلې هېڅ خبري ارزښت نه ورته لري.

د دې تر څنګ د ملي هويت د ځلا او پر نورو ملتونو او د دغو ملتونو تر منځ د افغان ملت د پېژندلو او جوت ځاى د خپلولو لپاره ډېر كار و زيار په كار دى. موږ افغانانو ته ښايي چې د خپل ملي هويت د ځلا او ښکلا لپاره هاند و زيار وګالو. انسان په کور دننه د ځان استازيتوب کوي، په کوردننه د کورنۍ د غړيو له خوا يوازې همده ته ګوته نيول کېږي او د يوه فرد په توګه مطرح وي، همدغه انسان بيا د کلي په کچه په يوه کورنۍ پورې تړاو لري او خلکو ته يې کورنۍ مطرح ده او په همدې توګه له هېواده د باندې په نړۍ کې بيا هر څوک د ټول هېواد استازيتوب کوي، د يوه سړي له مخې ټول هېواد او د هېواد ټولو اوسېدونکيو ته ګوته نيول کېږي. له همدغه ځايه بايد هر افغان د خپل هېواد د نوم لوړ ساتلو لپاره هڅه وکړي.

په اورمچي هوايي ډګر كې زما كتنې کابو يو ساعت ونيو، دغه مهال په هوايي ډګر بله الوتكه نه وه راكوزه شوې، يوازې زموږ الوتكه وه، معنى دا چې دومره ګڼه ګوڼه نه وه چې د يوه چا كار دې دومره وځنډېږي. كله چې د هوايي ډګر مسوولو كسانو زما په پاسپورټ د داخلېدو مهر ولګاوه او د باندې داليزه ته راووتم هلته د China Southern Airline مسوولين ولاړ وو. خپل ټېكټ مې ورته وركړ، په ګوډه ماته انګريزي يې راته وويل: اوپس، ته ډېر ناوخته يې! بيړه كوه! د باندې ووځه، بيا ښي لاس ته وګرځه او دويم پوړ ته پورته شه هلته د كورنيو الوتنو د مساپرو كارونه ترسره كېږي. بيړه کوه! هلته په شپاړسم کونټر Counter 16 کې الوتکې ته د پورته کېدو کارت Boarding Card ترلاسه کړه.

له لارښوونې سره سم په بيړه د نړيوالو الوتنو د تلو راتلو له ودانۍ راووتم. ډېر ساړه و. ژامو مې لړزه پيل كړه. دلته ټيکسي چلوونکي چيغې وهي: هلو ټيکسي، هلو ټيکسي؟ او زه ورته په تروه ټنډه وايم: No معنى- نه.

په بيړه بيړه د کورنيو الوتنو ترمينل دويم پوړ ته لاړم. ۱۶م کونټر (ليكې) ته ودرېدم، ټېكټ مې وركړ. له ټېكټ كتلو وروسته يې راته وويل چې ته ناوخته يې، د الوتنې دروازې بندې دي، د ټېكټ پلورلو ځاى ته ورشه او معلومات ترې واخله. په بيړه د ټېكټ پلورلو ځاى ته ورغلم. دلته څوك په انګرېزۍ نه پوهېږي. د ټېكټ پلورلو مسوولې نجلۍ چې خبرې يې راته د يوې بلې نجلى په وسيله په انګريزي ژباړل كېدې- راته وويل: په راتلونكيو شپاړلسو ساعتونو كې چې موږ كومې الوتنې بېجنګ ته لرو په هغې كې خالي څوكۍ نه شته، ته كړاى شي چې سبا مازيګر درې نيمې بجې الوتنه كې څوكۍ تر ګوتو کړې.

دلته مې نو خوابدي لږ نوره هم ډېره شوه. فكر مې وكړ چې ياره په ټول چين كې به له افغانانو سره همدغه شان سلوك كېږي. غوښتل مې بېرته له همدغه ځايه اسلام اباد يا كابل ته لاړ شم. كله مې چې اسلام اباد او كابل ته د الوتنو پوښتنه وكړه، نو بيا يې هم وپوهولم چې هلته هم تر بېجېنګ ناوخته الوتنې ترسره كېږي او په نژدې راتلونكيو الوتنو كې خالي څوكۍ نه شته. د هوټل معلومات هم راته نه وو چې كوم هوټل ته لاړ شم او څنګه لاړ شم. دلته خو له چا سره په ژبه هم نه پوهېدم. بيا مې د هوايي ډګر د معلوماتو له دفتر څخه د هوټل مرسته وغوښته. هغوى په مهربانۍ چا ته زنګ وواهه او راته يې وويل چې لس دقيقې صبر وكړه، هوټل ته به دې ولېږو.

دلته نو لږ څه ډاډه شوم چې ځه دا دی هوټل ته به لاړ شم او هوري به لږ څه ارام وکړم. په هوايي ډګر كې مې هڅه وكړه چې يو ټليفون پيدا كړم او د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې کارکوونکيو ته زنګ ووهم او له پېښې شوې ستونزې يې خبر كړم، چې هسې نه په بېجېنګ هوايي ډګر كې دوى زما د راتګ انتظار كوي. خو په هوايي ډګر كې په دې بريالى نه شوم.

كابو نيم ساعت وروسته يوه نجلۍ راغله چې په انګريزي پوهېده او ما ته يې د هوټل د تګ لارښوونه وكړه. راته يې وويل: ته مسلمان يې؟

- هو، مسلمان يم.

- ډېر ښه، زه هم مسلمانه يم، زما نوم مالي دى.

- د كوم ځاى يې؟

- افغان يم؟

- له افغانستان څخه راغلې يې؟

- هو، خو د اسلام اباد له لارې.

له ترمينل څخه راووتو. يخ د انسان له بدن څخه پورې وورې ووت، په بيړه د هوټل موټر ته پورته شوو. سربېره پر دې چې د موټر بخارۍ چالانه وه، خو بيا هم ساړه وو، له مالي سره مې خپلې مركې ته د ساړو له لاسه ادامه ور نه شواى كړى. غلى په فكرونو كې ډوب شوم.

د اورومچي ښار د سړك غاړې له واورو ډكې وې، خو خپله سړك پاك و او موټرونو هغه زنځيرونه نه لرل لكه په كابل ښار كې يې چې لري.

په اورمچي كې Guan Hao- GUO TAI HOTAL ته لاړم، دا يو درې ستوريز هوټل دی. دلته مې په بيړه د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې کارکوونکيو ته زنګ وواهه او هغوى مې له پېښې ستونزې خبر كړل. شېبه پس احمد زلمي راته زنګ وواهه، د پېښې ستونزې په اړه يې خپله خواشيني څرګنده كړه او ويې ويل چې ته به د خپل مهالوېش ځينې برخې ترسره نه شې كړى. خداى پاماني مو سره وكړه او ورپسې زه هم د فكر د خرابۍ له امله وختي ويده شوم.

***

د ښاپېريو وطن

دويمه ورځ: دو شنبه، د نومبر ۲۷مه ۲۰۰۶

سهار وختي په هوټل كې په محمدي(ص) اذان راويښ شوم. هېښ پېښ شوم چې دلته اذان؟! دروازه مې بېرته كړه چې خپله د داليزه په سپكير كې اذان كېږي. د اذان په اورېدو مې پرونۍ هغه خوابدي له ذهن او فكر ووتله. تر اوداسه او لمانځه وروسته چې کله لاندې د هوټل لابي ته راکښته شوم. دلته ډېر چينايان ولاړ وو، نارينه وو يې ږپرې درلودې او ښځينه وو يې ټيکري پر سر کړي وو. د هوټل مېلمه پالې راته وويل: دوی چيني مسلمانان دي او غواړي حج ته لاړ شي.

دلته په اورومچي كې چې په كوم هوټل كې اوسېږم د مسلمانانو هوټل او ډېرى مېلمانه يې د چين هغه مسلمانان دي چې د حج د ادا كولو لپاره دلته تم شوي. دوى په اويغوري ژبه خبرې كوي، رسم الخط يې عربي ته ورته دى او د بازار په ټولو لوحو كې د چيني ژبې تر څنګ دغه رسم الخط هم ليدل كېږي. دا ستر هوټل دی او په لسګونو همدغه كسان د حج په نيت په هوټل كې لر و بر كېږي.

له دغو ږيرورو او ټيكرى پر سر چينايي مسلمانانو سره په ژبه نه پوهېدم، ګنې د درنګ شېبې لپاره به مې تود بنډار ورسره كړى واى. په چين کې څه له پاسه ۳۰ زره جوماتونه او څه له پاسه ۴۰ زره ملا امامان شته چې د اسلام د سپېڅلي دين د ارکانو او فرايضو د پر ځای کولو لپاره د چيني مسلمانانو لپاره هلې ځلې کوي. دوى په دعوت كې له تشدد څخه كار نه اخلي، بلكې په "موعظه حسنة" خلكو ته بلنه وركوي.

د هوټل په لابي كې مې له كوم كتاب څخه په پرې شوې پاڼې سترګې ولګېدې، چې د انتظار له څوكۍ سره نژدې پرته وه. پاڼه مې له ځانه سره راواخيسته. په دغه پاڼه ليكل شوي: د چين د ټولو ښارونو شمېره ۶۶۶ ته رسېږي. د دغو ښارونو له منځه ۱۱ داسې ښارونه دي چې له دوو مېليونو ډېر وګړي په كې ژوند كوي او ۲۳ ښارونه يې داسې دي چې د يو او دوه مېليونو تر منځ وګړي په كې اوسېږي. په چين كې د ښاروالانو شمېر ۳۷۵ دى. په چين كې پېنځه داسې ولايتونه دي چې د وګړيو شمېر يې له۵۰ مېليونو څخه زيات دى. چين څلور داسې ښارونه لري چې د اوسېدونكيو شمېر يې له لسو مېليونو څخه ډېر دى. هغه ولايت هېنان دى چې تر ټولو زيات وګړي په كې ژوند كوي او شمېر يې ۹۲،۵۶ مېليون وګړيو ته رسېږي.

دينونه څنګه چين ته راغلي؟

په پېنځمه ميلادي پېړۍ كې واكمنو منابعو او سرچينې د سړكونو او د اوبو لارو (د بېړيو چلندلارې) د جوړولو لپاره وقف كړې. دغو لارو په چين كې دننه او ګاونډيو هېوادونو ته يې سفرونه اسانه كړل، نويو پرمختلليو لارو له حكومتي مامورينو سره د دندو ترسره كولو كې مرسته وكړه، همدا ډول دوى چيني سوداګر د دې وړ كړل چې د جاپان، هندوستان، او منځني ختيز له خلكو سره سوداګري ډېره كړي. مجلل چينايي اوزار او توليدات لكه ورېښم او كلالي د ورېښمو له لارې له منځنۍ اسيا ته وړل كېدل، د سوداګرو د اوښانو كاروانونه له منځني چين پيلېدل، په شمال كې تر لوى دېوال سفر كاوه، بيا لوېديز ته ګرځېدل او منځني تېبتان له لوړو سطحو تېرېدل. ځينو لوېديز لوري ته ډېر لرې تر سيورې پورې سوريې پورې سفر كاوه. دغو كاروانونو چيني مفكورې او مالونه نورو كلتورونو ته ور وړل او همدا ډول يې د بهرنيانو توليدات او نوې مفكورې بېرته له ځانونه سره چين ته راوړلې. اسلام، بوديزم او عيسوي دينونه د همدغې ورېښمو لارې چين ته راغلل. د تونګ پاچاهي كورنۍ (۶۱۸) په پېر كې بوديزم ډېر مشهور شو.

څومره چې سوداګري پراخېده، هومره د امپراتورۍ شتمني ډېرېده. په چونګ ان كې د تونګ امپراتورۍ پلازمېنه په نړۍ كې د تر ټولو لوى ښار په بڼه وده وكړه. د سترګو رپ په څېر دغه كيسې خورې شوې او د اسيا له ډېرو هېوادونو څخه پوهان د دغه دوه مېليون لرونكيو خلكو ښار ته راغلل.

د تونګ پاچاهي كورنۍ The Tang Dynasty

په ۲۲۰م كال د هان كورنۍ د پاچاهي وروسته د ۳۵۰ كلونو لپاره چيني پاچاهيو او يرغلګرو له شمال لوري له يو بل سره سيالي وكړه چې په چين باندي وكړي وكړي. په ۵۸۹ م كال د شمال سيمې يوه افسر چې يانګ جين (Yang Jin) نومېده، چين يې بېرته سره متحد كړ. او په زور يې شمال او سوېل سره يو ځاى كړل. يانګ جېن د وېن Wen په نامه د امپراتور لقب ترلاسه كړ او د سوې Sui په نامه امپراتوري كورني يې جوړه كړه. امپراتور وېن هغه ډېرې موخې او عنعنات بېرته نوي كړل چې د هان امپراتورۍ په پېر (دوره) كې منل شوي وو. ده د عامه كارونو public works پروژې لكه په چونګ ان Changan كې د هان امپراتورۍ پلازمېنه بيا جوړول، د لوى دېوال بيا جوړول او د لوى كانال جوړول چې د چين شمال او سوېل سره نښلوي. د دغو پروژو ترسره كولو لپاره امپراتور وېن د ټولو كارګرانو ځواك وكاراوه چې دغه كار د بزګرانو او كروندګرو تر منځ د ده شهرت ته زيان ورساوه.

په ۶۱۸ م كال د بزګرانو پاڅون لي يوان Li Yuan د دې وړ كړ چې خپل ځان د امپراتور په توګه اعلان كړي او هېواد تر خپلې ولكې لاندې راولي. په دې توګه يې د تونګ كورنۍ د امپراتورۍ بنسټ كېښود چې د ۹۰۷ م كال پورې يې ادامه وكړه. د تونګ كورنۍ تر واكمنۍ لاندې لاندې پېر كې د چين امپراتورۍ پورې نوې ځمكې په خپله لمن كې راونغاړلې.

حكومت او ټولنه

د تونګ امپراتورۍ د پراخېدو تر شاه چې د كوم پوځي نابغه لاس و هغه د لي يوان امپراتور زوى و چې تاى سونګ Tai Cong نومېده. تاى سونګ يوازې جګړه مار نه و، بلكې هغه يو ځيرك اداري سړى هم و چې په چين كې يې يو پياوړى مركزي حكومت رامنځ ته كړ. ده د چين ستره امپراتوري په داسې حال كې كنټروله چې لا نوره هم پسې پراخېده.

په تونګ حكومت كې به چې د يوه مقام د تر لاسه كولو لپاره يوه كانديد ته لازمه وه چې د تونګ له قانون سره سم د ملكي خدماتو له ازموينې په برياليتوب تېر شي. د دغې ازموينې له مخې په كنفوسيوس اصولو كې د كانديد د مهارت اندازه معلومول كېده او بيا د همدغه مهارت بريليك وركول كېده.

هر نارينه كړاى شوى چې په دغه ازموينه كې برخه واخلي. چيني حكومت دعوا درلوده چې دا د مسلكي او اهل كسانو موندلو لاره وه چې خلك د هغوى د خپل استعداد له مخې غوره كېږي او د خپل كار د ترسره كولو له مخې پرمختيا كوي. خو په عمل كې يې له هيلې او ارمان سره سر و نه خوړ. د غريبو كورنيو يو څو هلكانو به د دې توان درلود چې د استاد ته پيسې وركړي تر څو ازموينې ته تيارى ونيسي. نورو ډېرو د دې توان نه درلود چې له خپل روزګار لرې پاتې شي او درس ووايي.

له دې سره ځينو بزګرانو د تونګ پاچاهۍ كورنۍ له قواعدو او اصولو ګټه واخيسته، تونګ پاچاهي كورنۍ بزګرانو ته ځمكه وركړ او د كركيلې نوې لارې چارې يې ورته وښودلې.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040