د ښاپېريو وطن شپږمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
سيلانيان د امپراتورۍ په خيال كې

شپږمه ورځ: مباركه جمعه، د دسمبر لومړۍ ۲۰۰۶

ما لا تر اوسه له احمد زلمي، سپوږمۍ او امان الله عمران پرته د چين نړيوال راډيو پښتو څانګې همکاران نه دي ليدلي. زموږ مهالوېش ډېر تړلی دى، په دې فکر کې وم چې څنګه وکړی شم د پښتو څانګې ټول کارکوونکي ژر وګورم.

غرمه دوه بجې د هوټل په لابي کې موږ ټول د تېرو پېنځو ورځو ملګري سره يو ځای شوو. د ترکيې غږ راډيو دوه کاروونکي Mahmut Filiz او Ufuk Baykal Ulger هم دلته راسره مخ شول. وروسته مو په چين کې د نورو نړيوالو خبري رسنيو کارکوونکي هم وليدل.

د بهرنيو اړيكو مسوولې د سهارنۍ او غرمنۍ كارتونه د چين نړيوالې راډيو د هرې څانګې كاركوونكيو ته وركړل چې هغوى يې راغليو مېلمنو ته وركړي. سپوږمۍ راته وويل چې ته دې كالي په كوټه كې كېږده بيا د سهارنۍ خوړو ته راكوز شه.

ټولو (د چين نړيوالې راډيو د پېځلسو ژبو د خپرونو كاركوونكي او له پېنځلسو هېوادونو راغلي مېلمانه او د بهرنيو اړيكو دوه مسوولين چې ۳۲ كسان كېدو) سهارنۍ مو په ګډه په مين زو هوټل كې وخوړه. د سهارنۍ لپاره خواړه د بوفې په بڼه برابر شوي، رنګ، رنګ خواړه په دريو جلا مېزونو اېښودل شوي وو. زموږ نورو ملګرو د خوړو ډېره ستاينه كوله هومره يې خوړل چې تر سپېږمو به ماړه نه وو.

له سهارنۍ وروسته كوټې ته لاړم او د خپلو كاليو په سمبالولو بوخت شوم او بيا له غرمنۍ خوړلو وروسته سپوږمۍ د هوټل په تمخونه كې ناسته وه. دوه بجې ټول په ګډه له هوټل څخه ووتو.

كله چې له اورمچي څخه بېجېنګ ته راورسېدم نو شپه وه. بېجېنګ ښار مې سهي نه كړ. اوس ورځ ده، نېمه ورځ له هرې ودانۍ څخه چې تېرېږو نو سپوږمۍ راته وايې: دا د چين ملي بانك دى. بله چې راورسېږي، نو وايي: دا د چين د مېرمنو ټولنه ده، او پسې زياته كړي: موږ دلته د ښځو وزارت نه لرو، بلكې د مېرمنو ټولنه لرو.

مېرمنو ټولنه:

مېرمنو ټولنه چې د چين د ښځو د ملي اتحاديې په نامه يادېږي، په چين كې د ښځو د ژوندانه لپاره هلې ځلې كوي. دغه ټولنه د دولت له مهمو ټولنيزو ستونونو څخه شمېرل کېږي. د چين د ښځو ملي اتحاديه د ١٩٤٩په مارچ کې جوړه شوې، پخوانۍ نوم يې د چين د ښځو ملي ديموکراتيکه اتحاديه و، په ١٩٥٨کې يې نوم د چين د ولسي جمهوريت د ښځو د ملي اتحاديې په نامه پېژندل کېده. او بيا په ١٩٧٨ کال کې د چين د ښځو د ملي اتحاديې نوم ورکړل شو.

د چين د مېرمنو ټولنه د ژوندانه په بېلا بېلو برخو كې د وتليو چينايي مېرمنو د ځلولو او نورو خلكو ته د هغوى ورپېژندلو لپاره له مطبوعاتو څخه كار اخلي. د دغسې مېرمنو د بري راز او د هغوى زيار له نورو چينايي مېرمنو او نارينه وو سره شريكوي. په دې توګه د دوى پليوني ورځ تر ورځې زياتېږي او د دغه هېواد په پرمختيا او د خلكو په سوكالۍ كې ونډه اخلي.

***

سپوږمۍ د هرې ودانۍ په ليدو خپل تشريحات ورکول. دا بله ودانۍ د چين د كمونست ګوند د سياسي بيرو دفتر دى. همدا ډول به يې بله ودانۍ راته وښوده چې دلته څوك دي او د چا دفتر دى او هلته څوك دي او د چا دفتر دى.

د بېجېنګ واټونه او سړكونه پراخ دي. دلته هم لكه د شانګهاى په څېر لوړ هوايي پلونه جوړ شوي. د پليو لپاره جلا لار، د بايسكلونو لپاره جلا واټ او د نورو موټرو لپاره په سړك جلا كرښې جوړې شوې دي. په څلور لارو او واټونوکې ترافيك چندان نه ليدل كېږي. پخپله خلك د ټرافيك قانون ډېر مراعات كوي. تر ځمكې لاندې لار يعني مېټرو هم شته چې Subway هم ورته وايي. دغو بېلا بېلو لارو او وسايلو خلكو ته د تلو راتلو په برخه كې پوره اساني برابره كړې ده. دلته په ښار كې ډېر اوږده بسونه دي، دوه بسونه يو په بل پسې تړل شوي، دوه پوړه بسونه هم شته. هغه بسونه هم شته چې په برېښنا ګرځي. د برېښنا بسونه له كورنۍ جګړې مخكې په كابل ښار كې هم وو. په بېجېنګ يا په بله وينا په چين كې بس والا هغسې چيغې نه وهي لكه په پېښور كې او نه هم دومره ګڼه ګوڼه په كې وي لكه په كابل ښار كې، خو په بس كې څوكۍ لږې وي، ډېرى خلك په بس كې ولاړ وي. دلته هم د شانګهاى په څېر د ټكسي ډېر ښه سېستم دى. په لس يوونه به دې ددريو كيلو مترو په واټن يوسي، بيا په هر كيلو متر دوه يوونه زياتېږي. په ټيكسي كې خپله ميټر (اندازه كوونكى) لګېدلى چې څومره واټن وهي ورسره جوخت يې لګښت هم ليكل كېږي. بس نېغ په ټكسي كې كېنه او چې چېرته ترې كوزېږي لګښت درته پوره ليكي او چې د ميټر تڼۍ كښېكاږې نو د لګښت پاڼه (بېل) هم درته چاپ كړي. كه چېرته ټكسي ودرېږي يا د ټرافيكو سره څراغ ته ودرېږي نو بيا هم پيسې زياتېږي، چې دغه كار يې نو لا بيا د سورلۍ په ګټه نه دى، خو پر عكس ټكسي والا ته په ټرافيك (ګڼه ګوڼه) كې كوم زيان نه رسېږي، بلكې دغه وخت هم د هغه په ګټه اوړي.

په بېجېنګ ښار كې د ۲۰۰۸ كال اولمپيك لوبو لپاره ځانګړې تياريانې نيول شوې دي. هر ځاى د اولمپيك لوبو نښانونه لګول شوي. يوه نړۍ يو خوب one world one dream شعار په انګريزي او چينايي ژبه ليكل شوى دى. د سپورت د نوموتيو څېرو تصويرونه د ښار په بېلا بېلو ځايونو كې لګول شوي دي. د ۲۰۰۸ كال د اولمپيك لوبو په موخه د بېجېنګ ښار د ښكلا لپاره ډېرې هلې ځلې كېږي. د ۱۸۹۴ د جون پر ۲۳مه نېټه فرانسوي ليبارون پيردي كوبيرتين د نورو هېوادونو له استازيو سره په ګډه د اولمپيك سپورټي لوبو يوه كمېټه جوړه كړه چې نن د اولمپيك لوبو كمېټه په نړۍ كې د سپورټي لوبو تر ټولو ستره كمېټه ده چې له دوه سوه زيات هېوادونه او سيمې په كې برخه اخلي.

نور ملګري چې كله په لومړۍ ورځ بېجېنګ ته رارسېدلي وو نو دوى په همغه ورځ د ځينو تاريخي ځايونو ليدنه كړې وه. زه خوابدى شوم چې ومې نه شو كړاى د بېجېنګ ښار ځينې نور تاريخي ځايونه هم وګورم.

په هر حال، موږ په بس كې ناست يو. دغه بس د چين نړيوالې راډيو موټر دى او د چين نړيوالې راډيو نښان پرې لګېدلى. بس ارام- ارام د چين ښار په پراخو واټونه د دنګو ودانيو تر منځ تېرېږي او د اسمان نمانځنې معبد ته نژدې كېږو.

د اسمان نمانځنې معبد Temple of Heaven

په بېجېنګ كې له موږ سره ټرېسي نه وه چې د تاريخي ځايونو په اړه معلومات راكړي. سپوږمۍ راته نېغ په نېغه معلومات راكول. يو ځل بيا بايد يادونه وکړم چې له افغانستان څخه د تګ پر مهال و نه توانېدم چې د چين په اړه كتاب پيدا كړم او د هغو ځايونو په اړه مخكې له مخكې لږ څه معلومات تر لاسه كړم چې ښايي ويې ګورم. له كاناډا څخه راغلي مېلمه د بېجېنګ په اړه ځانګړى كتاب درلود چې په انګريزي ژبه ليكل شوى و. خو په دغه كتاب بير و بار و، هر چا به ترې غوښت چې د يو څه وخت لپاره يې وركړي او بيا يې هغه مطالعه كړي. زه بختور نه وم، ما ته نوبت را ونه رسېد چې دغه كتاب تر لاسه كړم او د بېجېنګ ښار او د دغه ښار د تاريخي ځايونو او ودانيو په اړه ډېر معلومات تر لاسه كړم.

ډېر ساړه وو. له بس څخه له كښته كېدو سره سم نېغ په نېغه د معبد دروازې ته لاړو. د بهرنيو اړيكو مسووله د ټيكټ پلورنې خونې ته لاړه چې ټيكټونه راواخلي. دلته موږ لږ تم شوو. يخ باد لګېده او د انسان له وجود څخه همداسې نېغ واته. دلته زموږ هر يوه لپاره ټيكټ په ۳۰ يوونه واخېستل شو. ښايي يو ځل بيا يادونه يې وكړم چې ټيكټ په بېلا، بېلو موسمونو كې جلا، جلا بيې لري. لكه د اپرېل له لومړۍ څخه د اكتوبر تر ۳۱ مې پورې د ټيكټ بيه ۳۵ يوونه ده.

د اسمان عبادتځی په بېجېنګ كې د ليدو وړ ځای دى. دلته د چين د مېنګ Ming او كېنګ Qing كورنۍ پخواني امپراتوران راتلل چې د اسمان نمانځنه او عبادت وكړي. معبد د يوه دېوال په وسيله په دوو برخو وېشل شوى دى، شمالي او سوېلي. د معبد شمالي برخه چې وتلې ده دايرې ته ورته بڼه لري، په داسې حال كې چې سوېلي برخه يې څلوركونجه ته ورته ده، چې د پخوانيو باورونو او عقيدو ښكارندويي كوي. په دې معنى چې اسمان ګرد او د دايرې په بڼه جوړ دى او ځمكه څلور كونجه يعني څلور ضعلي ده. دغه معبد د وتلو او ننوتلو د دروازې په ګډون ۲۷۳ هېكټاره ځمكه رانغاړي.

د اسمان معبد په ۱۴۲۰ ميلادي كال د مېنګ كورنۍ د يونګل Yongle امپراتور د واكمنۍ په اتلسم كال جوړ شو، بيا جوړونه يې د جېاجېنګ Jiajing امپراتورۍ په دوره كې وغځېده. دغه معبد په ډېر هنر سره جوړ شوى. د هېښتيا ځاى دا دى چې دومره كلونو مخكې له پوره اينجنيرۍ او هنر څخه كار اخېستل شوى. په ټول معبد كې د مرمرو ډبرو كارول شوې دي. په ځمكه او دېوالونو دواړه كې لويې مرمرينې ډبرې كارول شوې دي. درې دروازې لري چې له منځنۍ دروازې څخه به يوازې امپراتور ننواته. د منځ دروازې ته په لاره لويې مرمرينې ډبرې اېښودل شوې.

په دغه معبد كې د اسمان ځانګړې نمانځنه كېده. د معبد د ننوتلو برخه هم د يوه دېوال په وسيله پر دوو برخو وېشل شوې. شمالي برخه يې د ښې كروندې او فصل په موخه د نمانځنې او دعا لپاره ده. سوېلي برخه يې غونډۍ ته ورته د ه چې په ژمي كې د اسمان نمانځنې لپاره ځانګړې شوې وه.

د اسمان نمانځنې معبد په يوه بله برخه كې هم ډېر ښكلى جوړښت دى. دلته يوه ډبره ده چې د تايجي ډبرې Taiji Stone په نامه يادېږي. او په يوه لوړ ځاى كې چې دايروي بڼه لري اېښودل شوې. دغه ګرده مرمرينه ډبره نهو نورو مرمرينو ډبرو چاپېره كړې او دا نهه ډبرې د اتلسو نورو مرمرينو ډبرو په وسيله چاپېره شوې دي. دغه ډبرې بيا د نورو ډبرو په وسيله چاپېر شوې دي. د ډبرو اندازه راته معلومه نه شوه چې هره ډبره به څو سانتي متره اوږده او پلنه وي، خو دا جوړښت او د ډبرو شمېر ځانګړې معنى لري. امپراتور به په دغه ډبر درېده، غږ به يې وكړ چې كله به يې بېرته خپل غږ واورېده نو باور يې كاوه چې غږ يې واورېدل شو او له اسمان څخه به بختور فال ولري. په دغه ګردۍ ډبره د سيلانيانو وار نه كېده، ټولو هڅه كوله چې په دغه ډبره ودرېږي او يو ځل د امپراتور په څېر لاسونه وښوروي. سيلانيان د امپراتورۍ په خيال كې و، او د چين د پخواني امپراتورانو په څېر به يې نخرې كولې.

د دغه معبد په جوړښت، هنر او د امپراتورانو له خوا د اسمان نمانځنې او درناوي په طريقو يو جلا كتاب ليكل كېدى شي. كه تاسې دلته لاړ شئ، نو د هرې ډبرې، د ډبرو د شمېر، د ودانيو د جوړښت په اړه له خپل لارښود يا ملګري څخه چې څومره پوښتنې كولى شئ ويې كړئ. اوس ډېر ساړه وو. ما د ډېرو پوښتنو زړه نه شواى كولى، خپله مې هم ساړه كېدل او د سپوږمۍ هم. نو د سپوږمۍ له خوا مې په همدومره معلوماتو بسنه وكړه. بل اړخ ته مو وخت هم لږ و. كه ساړه نه واى نو زړه مې و چې دلته بايد ډېر تم شوى واى او د هرې ډبرې د هر جوړښت په اړه مې له سپوږمۍ دومره پوښتنې كړې واى چې توبه ګاره شوې واى.

د دغه معبد په يوه برخه كې د راستنېدونكي غږ (منعكس كېدونكي غږ) په نامه يو دېوال هم شته. ويل كېږي چې كه مو دلته يو ملګرى د دېوال په يو سر كې ورو خبرې وكړي په بل سر كې څرګندې اورېدل كېږي. موږ دا كار وكړ، خو د ملګري غږ مو وا نه ورېد، بلكې يوازې د باد غږ اورېدل کيده او د خلكو د ګڼې ګوڼې شور او زوږ راتلو. دلته اوس څوك د اسمان عبادت نه كوي، بلكې يوازې د پخوانيو امپراتورانو نخرې او پېښې كوي. دا څومره خلك چې راځي دوى يوازې سيلانيان دي او د نندارو لپاره راځي.

اوږد دالېز د همدغه معبد جوړښت دى چې د W بڼه او ۷۲ برخې لري، او اسمان ته د قربانۍ پر مهال دغه ځاى كارول كېده.

د چيني ژبې ليكدود او اسمان نمانځنه

له ميلاد څخه ۱۰۰ كاله مخكې شانګ پاچاهي كورنۍ په چين واكمني كوله. سره له دې چې شانګ Shang پاچاهان سياسي مشران وو، خو دوى مذهبي چارې هم ترسره كولې. د خلكو په استازيتوب يې د لوى مذهبي راهب په توګه دوى كړاى شوى چې د طبيعت له خدايانو سره مفاهمه وكړي. په دې معنى چې دوى دعا كوله، وړانديزونه يې كول او قرباني يې كوله چې ښه يبره (حاصل) تر لاسه كړي. په موسم كې بدلون راولي يا په جګړه كې برى ترلاسه كړي.

همدا ډول پاچاهانو واك درلود چې په خپلو پخوانيو غورنيكونو غږ وكړي. د دغه ډول كار د ترسره كولو لپاره يې يو ځانګړى راهب درلود چې د يوه حيوان په هډوكي يا د كيشپ په كاسه به يې سوال توږاوه، بيا به يې دغه هډوكي يا د كيشپ كاسې ته تودوخه وركوله. د هډوكي په مخ به كرښو ته ورته درزونه راغلل او بيا به يې دغه درزونه د پاچا د پوښتنې د ځواب په توګه ژباړل يا په بله وينا د پاچا د پوښتنې ځواب به يې له هغو درزونو ته ورته كرښو څخه تر لاسه كاوه چې د هډوكي په مخ به راغلي وو او بيا به پاچا د راتلونكي وړاندوېينه كوله. په هډوكيو باندې همدغو درزونو ته ورته جوړو شويو كرښو په چين كې د لومړنۍ ليكبڼې د نمونې په توګه پېژندل شوې ده.

په سپېڅلي هډوكي د راهب ليكنې د يوه متن په توګه چې ډېر توري يې درلودل كارول شوي. توريو Characters انځورونه، اندونه (نظريې) او غږونه ښودل چې په عمودي بڼه ليكل شوي وو. دا چې يو ليكونكى/ ليكوال په اسانۍ او له ستونزو پرته متن وليكلى شي دوى بايد هر تورى په خپله حافظه كې وساتي. د پرګنو ډېرې لږې سلنې كړاى شوى چې دغه ټول توري ياد كړي. په لرغوني چين كې د ګوتو په شمېر خلكو ليك لوست كړاى شوى.( )

موږ لا پوره ننداره نه وه كړې چې وخت مو پوره شو. ټول په شمالي دروازه كې سره راټول شو او په خپل بس كې د ماښامنۍ د خوړو لپاره روان شو.

انټرنېټ كفې Internet Cafe:

ماښام چې هوټل ته راغلو. له روسيې څخه راغلي ملګري Vadim Elisher ته مې وويل:

يره زه غواړم خپل برېښناليكونه وګورم، ته څنګه؟

- هو، زه هم غواړم.

او زياته مې کړه چې ته خو بيا لږ څه په چينايي ژبه پوهېږې، راځه دواړه ووځو چېرته به انټرنېټ كفې پيدا كړو.

- سمه ده. زه به يو ځل خپلې خونې ته لاړ شم، ته دلته په لابي كې انتظارکوه، زه بېرته په بيړه راځم.

شېبه وروسته وديم راغى او دواړه له هوټل څخه راووتو. ډېر ساړه و. ما لا خولۍ هم نه وه پر سر كړې. وديم راته ويل:

لومړى بايد تا ته خولۍ واخلو. دا ډېره مهمه ده. ته بايد خپل ماغزه له لاسه ور نه كړې.

سمه ده، همداسې به وكړو.

يوه دوكان ته لاړو، هلته مو يوه خولۍ په ۴۹ يوونه راونيوله چې كېدى شي دا ټوپۍ په يوه بل دوكان كې په ۱۰ يوونه هم وموندل شي. له ټوپۍ رانيولو وروسته بيا د انټرنېټ كفې په لټه له يوه او بل کس څخه پوښتنه كوو. وديم څو ځايه له لارويو پوښتنه وكړه. هغوى به ځاى راته وښود چې لږ وړاندې به لاړو نو وديم به بيا له بل لاروي پوښتنه وكړه.

لږ وروسته د وديم سترګې په يوه لوحه ولګېدې او له واره يې نارې كړې: هو، دا ده انټرنېټ كفې!!!

بره دويم پوړ ته وختو. هلته ما خپل پاسپورټ د كمپيوټر مخې ته ناست كس ته وركړ. هغه په راجسټر كې ورساوه. لس – لس يوونه يې له ما او وديم څخه واخيستل او له پرېنټر څخه په چاپ شوي كاغذ يې كمپيوټر ته د ننوتلو نوم او پټ نوم راكړ.

يره وديمه زه خو په چينايي ژبه نه پوهېږم. دا خو هر څه په چينايي دي!؟

- غم مه كوه، زه شته يم، مرسته درسره كوم.

هو، رښتيا ته خو شته يې، سمه ده، او رښتيا ډېره مننه.

وړاندې لاړو، يوه لويه خونه وه. په دغه خونه كې په سلګونو كمپيوټرونه اېښي وو. كمپيوټرونه په داسې ځايونو كې نه وو اېښودل شوي لكه په پاكستان او يا دلته په افغانستان كې چې د پردې شاته دې كمپيوټر اېښودل شوى وي. دلته كمپيوټرونه څنګ تر څنګ اېښودل شوي وو. د كمپيوټر ډېرو كاوونكيو په كمپيوټر لوبې كولې، چا فلمونه كتل او ځينو نورو په وېبپاڼو كې مطالعه كوله. د سېګرېټو لوګيو د خونې فضاء خورا خړه كړې وه چې د سړي ساه په کې بندېده.

وديم خپل برېښناليكونه ژر ژر وكتل، زما لا ډېر پاتې وو. مهم هغه مې ولوستل او ځوابونه مې وركړل او نور را څخه پاتې شول. دا وخت نو د شپې يوولس بجې وې، وديم وويل: زه ستړى يم، خوب راځي، راځه لاړ شو يوه بله ورځ به بيا راشو. د وديم لګښت يو يوون شوى و او زما درې. دواړه ته يې بېلونه راكړل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040