د ښاپېريو وطن يوولسمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 16:17:25
د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه:

د چين نړيواله راډيو پښتو څانګې د چين د خلكو د پرمختګ او د هغوى د ژوند په اړه ډېر په زړه پورې خبري فيچرونه او كيسې خپروي. پښتانه كړى شي چې دغه وړ خبري رپورټونو څخه د خپل ژوند په جوړولو كې ګټه واخلي.

موږ د چين له لوى دېوال څخه راستانه شوو او نېغ د چين نړيوالې راډيو خوړنځي ته لاړو. له غرمنۍ وروسته زه او غاټول د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ته لاړو. غاټول خوبجنه وه، سهار وختي پاڅېدلې وه، اوس يې اجازه وغوښته چې كور ته د خوب لپاره لاړه شي او ماښام به بيا د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې په مېلمستيا كې سره وګورو.

ما لا تر اوسه د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې ټول همكاران نه وو ليدلي. د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې دفتر په ديارلسم پوړ كې دى. دوه لويې كوټې او يوه ستوډيو لري. هوسۍ، وانګ لي، او سپوږمۍ، خوشال تايب او ليلا په كار بوختې وې. نور همكاران لا دغه مهال دفترته له غرمنۍ څخه راستانه شوي نه وو. دم ګړۍ وروسته غوټۍ، هيله، ډېوه، احمد زلمى، امان الله عمران او........... راغلل. ټولو خورا مينه وكړه. لږ شېبه مو خبرې وكړې. عمران او تايب د خپلو پروګرامونو لپاره مركې راڅخه واخيستې. ټول په كار بوخت و. هر يوه په لږ وخت كې خورا ډېرې ليكنې او خبرونه پښتو ته وژباړل. زه د دوى له كار، زغم او پرله پسې كار څخه متاثره شوم. د دوى د كار طريقه مې خوښه شوه. دوى نهه ځوانان او درې مشران دلته په پښتو څانګه كې كار كوي. د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې دفتر داسې و لكه يو كور او كاركوونكي يې داسې اېسېدل لكه د يوې كورنۍ غړي.

په ۲۰۰۶ د جولاى پر ۱۵مه د چين نړيوالې راډيو ۳۳ كاله پوره شول. د چين نړيوالې راډيو (CRI) پښتو خپرونه د ۱۹۷۳ د جولاى پر ۱۵ مه پيل شوه. د دغې خپرونې اورېدونكي پښتانه دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې ژوند كوي خو ډېرى يې په افغانستان او پاكستان كې اوسېږي.

د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه اورېدونكو ته چين او نړۍ ورپېژني. كاركوونكي يې د همدغې موخې له مخې د زړه له كومي د اورېدونكو لپاره خدمت كوي. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې د اورېدونكو مينه ترلاسه كړې د همدغې مينې له مخې د دغې خپرونې اورېدونكي ورځ تر ورځې ډېرېږي او د اورېدونكيو له خوا د يوه رښتني دوست په توګه ګڼل كېږي.

"اوس د سي آر آى پښتو څانګه هره ورځ درې ځله د بېجېنګ په وخت د سهار په لسو بجو، د شپې په يولسو بجو او يوولسو بجو او دېرشو دقيقو خپرونې لري چې د افغانستان په وخت د سهار له شپږو بجو او دېرشو دقيقو، د ماښام له اوو بجو او دېرشو دقيقو او اتو بجو. د پاكستان په وخت د سهار له اوو بجو، د ماښام له اتو بجو او اتو بجو او دېرشو دقيقو سره برابرې دي. د هرې خپرونې وخت دېرش دقيقې دى. اورېدونكي نه يوازې له خپرونې څخه د چين، نړۍ او د سيمې تازه خبرونه او تبصرې بلكې د چين د سياست، اقتصاد، فرهنګ، سپورټ، او سياحت په شمول څه د پاسه لس ځانګړي پروګرامونه هم اورېدلاى شئ. پر دغو پروګرامونو سربېره زموږ او اورېدونكي، د اورېدونكيو پوښتنو ته د ځوابونو او د چيني ژبې لوست په اړه يو لړ پروګرامونه هم د اورېدونكيو له خوا ستايل كېږي.

د سي آر آى پښتو وېبپاڼه د ۲۰۰۳ كال د دسمبر په اته وېشتمه نېټه پرانېستل شوه. د دغې وېبپاڼې په پيل سره د پښتو خپرونې د اورېدونكيو لپاره د نړۍ او چين د پېژندلو لپاره يوه نوې كړكۍ پرانېستل شوې ده. خلك له دغې وېبپاڼې څخه د سي آر آى د پښتو خپرونې ټول پروګرامونه لوستلاى او اورېدلاى شي. دغه راز په دغه وېبپاڼه كې د اطلاعاتو، مالوماتو او خدمتي چارو په اړه يو لړ ځانګړي پروګرامونه هم ليدل كېږي. د دغې وېبپاڼې له پرانېستلو وروسته د وېبپاڼې د لوستونكو شمېر په پرله پسې توګه زياتېږي او د هدف پر سيمو سربېره د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو كې مېشت پښتانه د دغې وېبپاڼې ډېره لوړه ستاينه كوي. "( )

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه يوازې راډيو نه لري بلكې د دغې راډيو كاركوونكو د ۲۰۰۵ كال په جون كې خپلو اورېدونكو ته د لا ښه كار په موخه د پښتو هېندارې په نامه د يوې جريدې په خپرولو پيل وكړ. پښتو هېنداره په هرو دريو مياشتو كې يو ځل په رنګينه بڼه او ښكلي كاغذ چاپېږي. د پښتو هېندارې مطالب په زړه پورې دي چې د راډيو د څپو تر څنګ دغه جريده د خلكو او راډيو تر منځ اړيكي نور هم پسې پياوړي كوي. د پښتو څانګې د كاركوونكو د وينا له مخې لوستونكي له پښتو هېندارې سره هومره مينه لري لكه له وېبپاڼې او راډيو سره يې چې لري.

اوس د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه كې نهه تنه رسمي چيني كاركوونكي او دوه تنه بهرني كاركوونكي كار كوي.

د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې مېلمستيا:

ماښام پښتو څانګې د راډيو ودانۍ ته څېرمه په هوټل كې مېملستيا كړې وه. د چين نړيوالې راډيو د اسيا او افريقا څانګې مشر، د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې مسووله مديره او د پښتو څانګې ټول كاركوونكي د ماښانۍ لپاره سره راټول شوي وو. پښتو څانګې دوه اوونۍ مخكې دغه هوټل ته ويلي وو چې د نن لپاره حلال خواړه پاخه كړي. د چين نړيوالې راډيو د اسيا او افريقا څانګې مشر په روانه عربي خبرې كولې، ده د سوډان په پلازمېنه خرطوم كې عربي زده كړې او هلته يې زده كړې كړي وې.

ټول بحث د پښتو څانګې په پياوړتيا روان و. د اسيا او افريقا مشر، د پښتو څانګې مسوول مديرې، او كاركوونكو په دې خبرې كولې چې څنګه كېدى شي د پښتو څانګې اورېدونكي زيات شي، هغه كومې لارې چارې دي چې دپښتو هېندارې او پښتو وېبپاڼې لوستونكي ډېر شي. دوى په ډېره تلوسه پوښتنه كوله چې لوستونكي او اورېدونكي د چين نړيوالې راډيو په اړه څه فكر كوي.

تايب او عمران له څو ورځو راهيسې په ټينګار ويل چې يو ماښامى له دوى سره په بنډار او بحث تېر كړم. تېره شپه يې راته په ټينګار وويل چې نن سهار له هوټل څخه خپل كالي وباسم او د انګرېزانو خبره Check Out وكړم. چې سهار مې غاټول ته خبره وكړه، نو راته يې وويل چې بيا د بهرنيو اړيكو له مسوولې څخه اجازه واخله.

اوس عمران او تايب دواړه ټينګار كاوه چې كالي له هوټل څخه راوباسه او شپه دلته په باباوشان كې له دوى سره تېره كړم. سپوږمۍ ته مې خبره وكړه، هغې له مسوولې څخه اجازه واخيسته او موږ درې واړه (عمران، سپوږمۍ او زه) هوټل ته لاړو كالي مو راواخيستل او نېغ باباوشان ته راغلو چې دلته تايب او عمران اوسېږي.

له عمران او تايب سره مو د شپې تر ناوخته د هېواد د روانو حالاتو او خپله د دوى د چارو په اړه تود بحث وكړ. بحث تود و چې بيا مو ساعت ته كتل نو د شپې دوه بجې وې. بس د سبا ورځې پروګرام مو جوړ كړ چې خوشال تايب به له ما سره بازار ته ځي او عمران به دفتر ته ځي، ځكه خوشال سبا ورځ رخصت و.

د وركې احساس

لسمه ورځ: چهارشنبه د دسمبر ۵مه ۲۰۰۶

سهار اوه نيمه بجې عمران دفتر ته لاړ. زه پاڅېدم او د عمران د غاړې په كمپيوټر (Lap top) مې خپل لږ يادښتونه ترتيب پيل كړ. نهه بجې به وې چې خوشال تايب راته وويل: د پتنګ لوبې لوبغاړي فلم Kite Player Film جوړوونكي مې روپۍ باندې دي، زه د دغه فلم جوړوونكو دفتر ته ورځمه، هغوى راته انتظار كوي چې روپۍ راكړي، ځكه نن په بېجېنګ كې د هغوى وروستۍ ورځ ده.

د پتنګ لوبې لوبغاړى The Kite Player

د پتنګ لوبې فلم د افغانستان په اړه دى. ټاكل شوې وه چې دغه فلم په افغاسنتان كې جوړ شي، خو په افغانستان كې د امنيتي ستونزو له مخې دغه فلم په چين كې جوړ شو. د چين لوېديزې برخې افغانستان ته ورته غرنۍ سيمې دي او د فلم ډېرى برخه دلته جوړه شوې ده.

له دغه فلم سره خوشال تايب او امان الله عمران هم كار كړى. د پتنګ لوبې لوبغاړي كيسه په چين كې ډېره مشهوره ده. ما چې كله د افغاني ناولونو او فلمونو په اړه په شانګهاى كې له سپوږمۍ سره بحث كاوه، نو هغې راته د دغه ناول يادونه وكړه. له نورو هغو سره دومره بلده نه وه. سپوږمۍ وويل چې د دغه فلم كيسه په چين كې ډېره مشهوره ده.

تايب ايله بيله غرمه دوولس بجې راغى. زه ګوښى په كور كې زړه تنګى شوى وم. نو بيړه مې و كړه چې دباندې ووځو. همدغه مهال عمران هم راغى او درې واړه دباندې د غرمې ډوډۍ ته ووتو. يوه لنډ بازار ته لاړو. په دغه بازار كې د شانګهاى او چېرته چې د بېجېنګ ښار په مېنزو هوټل كې اوسېدم د هغه ځاى د ماركېتونو او بازار په پرتله يې نرخونه او بيې ډېرې ټيټې وې. له بده مرغه موږ وخت نه درلود چې په بازار كې پاتې شو.

دوه بجې او پېنځه څلويښت دقيقې وې چې د راديو ودانۍ ته راورسېدو او بيا مو سم لاسي د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له كاركوونكو سره خداى پاماني وكړه. سپوږمۍ او خوشال تايب د بېجېنګ تر هوايي ډګر پورې راسره ملګري شول.

هغوى چې ما په بېجېنګ كې و نه ليدل:

چې د افغانستان ګاونډى هېواد دى د تاريخ په اوږد كې يې پياوړې دوستي ټينګه كړې ده. د چين حكومت له ۳۳ كلونو راهيسي د چين نړيوالې راډيو له لارې د پښتو ژبې انكشاف او په دغه ژبه د كاركوونكيو روزلو ته په درنه سترګه ګوري.

د پښتو څانګې كاركوونكيو راته وويل چې اوس په بېجېنګ پوهنتون كې چې د چين کومونيکيشن پوهنتون نومېږي او پخوانی نوم يې د بيجينګ نشراتی پوهنځی و، د چين د پښتو کارکوونکو د روزنې او ښوونې مرکز هم ګڼل کيږی. د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې كاركوونكيو په همدغه پوهنتون كې پښتو زده كړې او له همدغه پوهنتون څخه فارغ شوي دي.

ما هيله درلود چې دغه پوهنتون له نژدې وګورم، له زده كوونكي سره يې د زده خواله وكړم او په راتلونكي كې ورسره نژدې اړيكي وساتو. داسې مې احساس كړه لكه څه مې چې ورك كړي وي. د خپلې وركې درك راته ولګېد او هغه دا چې په چين كې مې له د پښتو ژبې له محصلينو او استاد سره ليده كاته و نه شول. په دغه پوهنتون كې ښاغلی جانګ مين چې څه دپاسه څلويښت کاله دمخه يی د کابل په پوهنتون کی زده کړې اوس په همدغه پوهنتون كې د استادۍ دنده ترسره كوي.

****

د شپې ۲۳:۲۰ بجې وې چې اورمچي ته راورسېدو. هغه ځاى چې ښه خاطره مې نه ترې درلوده. په يوه ټيكسي كې كېناستم او نېغ هغه هوټل ته لاړم چې د راتلو پر وخت مې شپه په كې تېره كړې وه. كله چې هوټل ته ورسېدم نو راته يې وويل:

- موږ خو خالي كوټه نه لرو. كه غواړې له بل چا سره ګډ په كوټه كې واوسې نو ځاى شته.

- مننه، نه، نه غواړم له ناشنا سړي سره په يوه كوټه كې واوسم.

له هوټل څخه ووتم، په ټيكسي كې كنېاستم او د هوټل په لټه شوم. له ټكسي والا سره په ژبه نه پوهېدم، په اشاره مې خبره ورسره كوله. د شپې يوه نيم بجه مې ايله په يوه هوټل كې ځاى پيدا كړم. ۲۴۰ يوونه يې راڅخه واخيستل.

اسلام آباد ته مې الوتنه په سهار ۱۰:۲۰ وه. زه اته بجې له هوټل څخه وتم. ورېځ وه او نرۍ، نرۍ واوره ورېده، لا دغه مهال تياره وه، داسې تياره وه لكه شپه، د سړك د لارې څراغونه لګېدل او پر سړك دومره موټر نه ښكارېدل.

دلته په هوايي ډګر د كتنې Check In په مهال ډېرى مساپر پښتانه او افغانان وو. هغسې بې نظمي يې كوله لكه په كابل او پېښور كې يې چې كوي. الوتكې ته د كتنې كارتونه مو واخيستل او د انتظار په تالار كې كېناستو. دلته د واورو ورېدل ګړندي شول او له همدې امله الوتكه ۳ ساعته وځنډېده. مساپر ډېر بې نظمه وو. ډېرو به په لوړ غږ دا خبره كوله: دا پښتانه دي، چې دا خبره به يې وكړه نو بيا به يې خپله هم يو كس ټېله كړ او بل ته به يې غږ كړ چې دا ټېله ولې كوې. دغه كار د شوخۍ بڼه نه درلوده بلكې دا د بې نزاكتۍ يوه نمونه وه.

په پاى كې د چين په اړه لنډې خبرې

غرونه د چين يو درېيمه برخه جوړوي، كه كوچيني غرونه او غونډۍ هم په پام كې ونيول شي نو بيا ۴۳ سلنه خاوره غرونه نيولې ده. چينايانو خپل هېواد ته جونګ ګوا Zhong Gua يعني منځنۍ پاچاهي وايله. دوى دا په دې معنى اخيست چې چين د نړۍ منځ او مركز دى او يو رښتينى پياوړى مدنيت دلته موجود دى. په بل عبارت چينايانو باور درلود چې د دوى هېواد د ځمكې د جغرافيې او د مدنيت مركز دى. له بهر سره د لږ يا په بله وينا تماس او اړيكيو نشتوالي د دغه هېواد په ډېرو سيمو كې يوه كلتور ته پرمختيا وركړه او د ملي هويت يو پياوړى احساس يې رامنځ ته كړ. په چين كې د نړۍ تر ټولو زوړ مدنيت پاتې شوى دى. په دې معنى چې چين د لرغوني مدنيت د زېږېدا ځاى دى او له ۳۵۰۰ كالونو وړاندې ريښه لري.

د چين ولسي جمهوريت چې په چيني ژبه ورته Zhongua Remin Gongeguo وايي د اسيا ختيز هېواد دى چې د ځمكې د مساحت له مخې له په ترتيب سره له روسيې او كاناډا وروسته درېيم لوى هېواد دى. چين له ۱۴ هېوادونو سره ګډه پوله جوړوي چې افغانستان هم له دغه ګډو پولو جوړوونكيو څخه يو دى.

په چين كې امپراتوري كورنيو واكمني كړې، خو په خپلو يادښتونو كې مې دغه كلمه پاچاهي كورنۍ په بڼه ليكلې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040