د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ د ميترو ځانګړی لين په ازمويښتې ډول پرانيستل شو.
cri (GMT+08:00) 2008-07-28 16:56:44
د سن هوا اژانس د خبر له مخې د اولمپيک لوبو لپاره د بېجينګ د ميترو ځانګړی لين د جولاۍ په اته ويشتمه نېټه په ازمويښتې ډول پرانيستل شو، خو اوس يوازی د اولمپيک لوبو کارکوونکي، داوطلبان او د خبري رسنيو کارکوونکی د خپلو کارتونو په ښودلو سره په وړيا توګه په کې تللی شي. د اولمپيک لوبو له پرانيستلو وروسته به کتونکي د همدې ورځې د ټکټونو له لارې په وړيا توګه دغه ميترو وکارولی شي.
د بېجينګ د مترو د اداری څانګې څرګنده کړه چې په ازمويښتې وخت کې به د سامان الات او تاسيسات بشپړ شي او ازمويښتی وخت به يو کال دوام وکړي.