د هوی قوم سپين ږيری ليو جون تيان

cri     (GMT+08:00) 2008-07-28 18:38:48

د چين د کرهڼيزې جنټرۍ له مخی د جنورۍ په شپږمه نېټه د باو دينګ ښار په شمال په يو جومات کې د أخوند په مشرۍ زياتو مسلمانانو د هوی قوم سپين ږيری ليو جون تيان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او ورپسی يی د ده مړی د هوی قوم عمومی مديرې ته وليږداوه.

د ٢٠٠٨ کال د فبرورۍ په ١٣ او ١٤ نېټه د ايا جاو ورځپاڼې په شمول څو ورځپاڼو په جلا جلا توګه د هوی قوم سين ږيری ليو جون تيان هغه کيسه خپره کړه چې په تشناب کې د يو پلار او لور د لويدو په وخت کې يی د دغو دوو وګړيو د ژغورلو لپاره ځان وژلی و.

ليو جون تيان چی عمر يی ٦٣ کاله و، پخوا يو کارکوونکی و او په ٢٠٠٦ کال کې تقاعد شو. ښاغلی ليو تل يو مهربانه سړی و ، ٩ کاله مخکی ناروغ شو، خو له نورو وګړيو سره يی مرسته کوله، په همدی وخت کی يی د هان قوم له خپلو ګاونډو سره په ښه فضا کې ګډ ژوند کاوه.

د کرهڼيزې جنټرۍ د جنورۍ په ٤ مه نېټه د ده ګاونډی جاو جيانګ نيګ له خپل لور او مېرمنۍ سره يو ځای پټاکی چولې، خو ناڅاپه يی لور په تشناب کې ولويدله، جاو جيانګ نيګ د خپل لور د ژغورلو لپاره هم په تشناب کې ولويده.نو ميرمن يی د دغو دوو وګړيو د ژغورلو لپاره ښاغلی ليو جون تيان پيدا کړ، خو ليو جون تيان د کسانو د ژغورنې په بهير کې خپل ژوند له لاسه ور کړ.

د دغې پېښې له پښېدو وروسته د ليو جون تيان د پخوانی فابريکې او د دوی د

هستوګنی سيمې مشرانو د خپلې خواشينی د څرګندولو لپاره د ده کور ته ولاړل او په همدی وخت کې د ده د کيسې په باب اړوند معلومات راغونډ کړل چې غواړی ټولو خلکو ته د ده کيسه خپره کړي. د دی ترڅنګ د باو دينګ ښار شمالی جومات اداري کميټې د هغه کور ته يو بيرغ ليږلی دی. د دغه ښار بېلا بېلو ټولنو د ژورې همدردی او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او خپله بسپنه يی ور کړه.دوی په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې ښاغلی ليو جون تيان د ټولو خلکو او مسلمانانو لپاره يوه ښه بڼه وړاندی کړه .د باو دينګ ښاروال يوو چون هم د خپلې همدردۍ د څرګندولو لپاره د ده کور ته ولاړ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040