ماپو توفو

cri     (GMT+08:00) 2008-07-29 09:54:53

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېر شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د ماپو توفو په نامه هغه خوراک پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ګرانو دوستانو! ماپو په چينی ژبه کې د يوې هغې سپين سری معنی لری چې په مرچو د ترخو خوراکونو په پخولو کې لوی لاس لری. توفو يو ډول ځانګړی چينی خواړه دی چې له ژيړو دانو څخه جوړ شوي .

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

توفو

د غوايي غوښه

مالګه

بوره

وچ مرچ

هوږه

جينجر

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په ديګ کې غوړی اچول کيږی.

دوهم، په غوړيو کې د غوايي ټوټه شوې غوښه، لږڅه مالګه،وچ مرچ، جينجر او هوږه سره کيږی.

درېيم، په منظمه توګه توفو ټوټه کيږی.

څلورم، په ياد شوی ديګ کې ټول توفو اچول کيږی.

پنځم،د اور لمبه لږ ټيټيږی او توفو پخولو ته دوام ورکړی .

شپږم، کله چې توفو پوخ شو نو د اور لمبه لوړه کړئ.

اووم، په ديګ کې لږڅه بوره، له اوړو سره لږڅه اوبه او جيانګ يو اچول کيږی.(د خوراک د خوند د زياتولو لپاره يو ډول توکی چې د سرکې په شان خو تور رنګ لري) .

اتم، يوه شېبه وروسته به دغه خوراک پوخ شی.

ګرانو دوستانو! دغه خوراک په چين کې ډېر مشهور دی خو لږ څه مرچکی په کې ډېر دی. ويل کيږی چې په هر چينی رستورانټ کې دغه خوراک ليدل کيږی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو په غوړيو کې د ماپو توفو د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040