د هه بی ولايت په شه جيا جوانګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت تر سره شو
cri (GMT+08:00) 2008-07-29 17:43:36
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هه بی ولايت په شه جيا جوانګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت د جولای په نهه ويشتمه نېټه تر سره شو.
په دغه ښار کې د مشال ليږدولو لارې اوږدوالی نهه اعشاريه دری کليو متره و او يو سل او اته اتيا تنو ليږدونکو پکی ګډون درلود.
د روانې مياشتې په دېرشمه او يودېرشمه نېټه به د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت د هه بی ولايت په چن هوانګ داو او تانګ شان ښارونو کې تر سره شي.