د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره تيار شوي ښکلی ګلونه
که تاسی اوس بېجينګ ته سفر وکړئ، ته به وموندئ چې په دغه ښار کې د اولمپيک سټېديومونو، سړکونو او د اوسېدونکو سيمو په شمول ډېر ځايونه په بېلا بېلو ښکليو ګلونو ښکلی شوي دي. سږ کال په بېجينګ ښار کې د ګلونو د کارونې انډول تر ټولو زيات دی چې شمېر يې اويا مليون ګلدانونو ته رسېدلی دی. د دغه ښار حکومت او اړوندو ارګانونو د دې لپاره چې په دوه زره او اتم کال کې به بېجينګ له شينو ونو او ښکليو ګلونو څخه ډک وي، څو کلونو دمخه د اولمپيک ګلونو پر کرلو پيل وکړ. د دغه ښار په ډېرو سيمو کې د ګلونو کرلو اډې جوړې شوې. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړی کې به تاسو ته د دغو ګلونو د روزلو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.
ښاغلی ون باو شيانګ د بېجينګ د بې لانګ جونګ ګلونو او ونو د روزونکی مرکز مشر دی. دغه شرکت لس کلن تاريخ لري او د پلازمينې هوايي ډګرته نژدی پروت دی. ښاغلي ون باو شيانګ وويل د دغه شرکت د جوړولو په پيل کې يوازی يو شمېر لويو تصديو او د سړکونو ادارو د دوی ګلونه وپلورل. خو اوس مهال بېجينګ د چاپيريال ساتنې او د ښار سمسورولو ته په درنه سترګه ګوري او ګلونو او ونو ته د دغه ښار اړتياوې زياتېږي. ښاغلی ون باو شيانګ وايي
موږ به سږ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د شږ مليون ګلدانيو ګلونه برابر کړو او
دوه مليون ګلدانۍ به چمتو وې. موږ به يو مليون او پنځه سوه زره يوانه ګټه تر لاسه کړو چې د تېر کال په پرتله به ډېره زياته وي.
اوس د دغه شرکت له خوا روزل شوی ګلونه د مرغانو ځالې او د اوبو مکعب په شمول د اولمپيک لوبو په عمده ستېډيومونو او د بېجينګ د عمده سړکونوپ ه دواړو غاړو کې لېدل کېږي چې پراخوالی يې دوه سوه زره مربعو مترو ته رسېږي.
د اولمپيک ګلونو د روزنې په اړه څېړنه څو کاله دمخه پيل شوه. د يو شمېر کارپوهانو په أند د اګست په مياشت کې د بېجينګ هوا ډېره توده او لنده ده او ډېر باران اوري. نو لږ ډولونه ګلونه په دغه شان چاپيريال کې ښه وده کولی شي. د بېجينګ د باغوانۍ د ساينس اکاډمی عمومی انجينر لي يان مينګ وايي
د دوو برخو کارونه مو کړي دي. موږ لومړی د ګلونو کورنی او بهرنی بېلا بېل ډولونه ازموينه کړې او هغه ګلونه غوره کړي چې د اومپيک لوبو په ترڅ کې ښه غوړيږي.
تېر کال د يادې شوی اکاډيمی د څېړونکيو له ازموينې وروسته لومړی د ګلاب او پيچ نيلوفر په ګډون د بېجينګ اولمپيک ګلونو پنځه سوه ډولونه وټاکل شول. د ښاريانو له غوره کولو وروسته هغه شل ډولونه ګلونه چې نه يوازی ښکلی بلکې د بېجينګ له دوبني اقليم سره مناسب وی، د اولمپيک عمده ګلونو په توګه وټاکل شول
د بېجينګ باغوانۍ ادارې د ساينس څانګې مشرې شيو جيا وويل د بېجينګ يو لړ اړوندو تصديو د اولمپيک ګلونو له ټاکنې وروسته د دغو ګلونو پر روزلو او توليدولو پيل کړ.
که څه هم په بېجينګ کې د ګلونو روزونکيو د تصديو شمېر تر اوسه پوری معلوم نه دی. خو د دغه ښار په لېرې سيمو کې دوه زره بزګران د ګلونو پر روزلو بوخت دي. يو شمېر کسان په دی انديښمن دي چې د ګلونو د کرلو او پلورلو ډېرې تصدۍ به د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته د پلورنې له ستونزې سره مخامخ وي. خو د بې لانګ جونګ د ګلونو شرکت د مشر ون باو شيانګ په أند د ګلونو روزنه ښه راتلونکی لري. ده وويل د ايکولوجۍ ساتنه د هېواد د اوږدې مودې تګلاره ده او د اوسېدونکو د ايکولوجۍ ساتنې شعور هم پياوړی کېږي. دی وايي
د اولمپيک لوبو له پای ته رسېدو وروسته به نور فعاليتونه هم تر سره شي. د وګړيو د ژوند ښه والی زياتو ګلونو ته اړتيا لري. موږ به په راتلونکی کې ډېر ښه ګلونه وروزو چې ښارونو او وګړيو ته به غوره خدمتونه برابر کړو.