د چين حکومت د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره د تحريکوونکو درملونو پر ضد کارونه پياوړې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-30 17:15:11

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې د علمي ښوونې چارو مشر ښاغلي جيانګ جه شوی د جولای په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين د بېجينګ اولمپيک لوبو په موده کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو ته د عادلانه سياليو د برابرولو لپاره د تحريکوونکيو درملو پر ضد يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې څرګنده کړه د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې د بېلا بېلو کچو له اړوندو څانګو سره په همکارۍ سره د تحريکوونکيو درملو پر ضد يو مرکز جوړ کړ او د سزا ورکولو نوې لارې چارې يې ټاکلې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040