بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټېډيومونو د جوړولو په بهير کې د تاريخي اثارو ساتنې ته پاملرنه کړې.
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د تاريخي اثارو د ادارې مشر کونګ فان جي د جولای په ديرشمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټېډيومونو د جوړولو په بهير کې د تاريخي اثارو ساتنې ته پاملرنه کړې. د بېلګې په توګه د لامبو وهلو د دولتي مرکز پروژه د يو تاريخي اثر د ساتنې لپاره شمال ته سل متره بې ځايه شوی ده.
ښاغلي کونګ په همدې ورځ د بېجينګ د اولمپيک لوبو په مطبوعاتی مرکز کې په يوه خبري ناسته کې وويل بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټېډيومونو د جوړولو په بهير کې د ځمکې پر سر او تر ځمکې لاندې د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي او د مشهور تاريخي ښار د ساتنې په ساحه کې يې د نورو اروپايې هېوادونو له يو شمير پرمختيايی افکارو او لارو زده کړه کړې دي.