چين تر خپلې وسې پورې د اولمپيک لوبو د خوراکونو د امنيت تامينولو لپاره کوښښ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-30 21:13:07

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د توليداتو کيفيت د څارنې او پلټنې عمومی ادارې چارواکي جي جنګ ګون د جولای په ديرشمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې دغه اداره تر خپلې وسې پورې د اولمپيک لوبو د خوراکونو امنيت د تامينولولپاره کوښښ کوي.

ښاغلي جي وويل چې دوه سوه او څوارلس تصدۍ د اولمپيک لوبو د خوراکونو له توليد سره تړاو لري. له مخکې څخه دغې ادارې د دغو تصديو د پلټنې او څارنې د پياوړتيا په هکله يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040