له مشال ليږدونکي سره مرکه: د چينګ هوا پوهنتون د مطبوعاتي پوهنځي مرستيال لي شي ګوانګ

cri     (GMT+08:00) 2008-08-02 19:43:42

له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې په نژدی لسو کلونو کې د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق غوښتلو او تر لاسه کولو او د دغو لوبو د چمتو کولو په بهير کې زيات کسان او زياتې پيښې د يادونې وړ دی. د چين د داخلي مغولستان په اردوس کې د مشال ليږدونې په فعاليت کې ګډون کوونکي پروفيسر لي شي ګوانګ چې د چينګ هوا پوهنتون د اطلاعاتو او خپرونو پوهنځي د دايمی مرستيال په توګه دنده تر سره کوي،د يادونې وړ يو تن دی. په نننۍ خپرونه کې به تاسو ته د لي شي ګوانګ په اړه څه معلومات درکړو.

(نوی بيجينګ نوی اولمپيک) د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق غوښتنې شعار دی، د دغه شعار وړاندی کوونکي ياد شوی پروفيسر لي شي ګوانګ دی. په ١٩٩٩ کال کې بيجينګ د دوهم ځل لپاره د اولمپيک لوبو د تر سره کولو حق غوښتنه اعلان کړه او د بيجينګ اولمپيک لوبو انتظامی کمېټې دغه کار ته ډېره پاملرنه وکړه. د دغو لوبو د کوربنۍ حق د غوښتنې راپور د وړاندی کولو وخت ته د دريو مياشتو پاتی کيدو پر مهال د چينګ هوا پوهنتون د نړيوالې خپرونې مرکز مشر لي ګوانګ شي د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کولو په اړه هغه شعار وړاندی کړ چې نوی بيجينګ، نوی اولمپيک دی. ښاغلي لي ګوانګ شي وويل ده په لومړی وخت کې غوښتل چې بيجينګ به نړۍ ته يوه نوې بڼه وښيي او نړۍ ته د بيجينګ ټاکلو لامل روښانه شي. هغه وويل د ١٩٩٩ کال د دسمبر په نهمه نېټه ما وړانديز وکړ

چې بايد د ٢٠٠٠ کال د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق غوښتنې په وخت کې له ناکامۍ څخه منفی تجربې راغونډې شي. په هغه وخت کې په ځينو لويديځو هېوادونو کې له سوسياليزم سره د مخالفت او د کمونست ګوند تر مشرۍ لاندی هېواد ته د تعصب ځينی پدېدې شته، په داسی حال کې ما د نوی بيجينګ او نوی اولمپيک شعار وړاندی کړی او هېله چې درلوده چې نړۍ د چين ستر بدلون، نوې بڼه، نوی کلتور او په تيره بيا د چين ټولنيز پرمختګ ته وګوري.

ښاغلي لي شي ګوانګ وويل د بيجينګ اولمپيک لوبو د کوبنۍ حق تر لاسه کولو په وخت کې شعار نوی بيجينګ، نوی اولمپيک، خپله دنده بشپړه کړې ده، خو د دغه شعار رويه به دوام ولري. هغه وويل اوس د بيجينګ د اولمپيک لوبو تر سره کولو شعار يوه نړۍ او يو خيال دی، د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو خلک او لوبغاړي په يو لوی سپورتي کور کې د دوستی او يووالي د ټينګتيا لپاره کوشش کوي. زه هېله لرم چې د ځينو لويديځو هېوادونو خبري رسنۍ به د چين په اړه د تعصب نظريه ليری کړي او د توپيرونو په موجوديت سره ګډې ګټې ومومي او د چينايانو هغه بڼه وګوري چې له سولې سره مينه لري او د نيکمرغۍ او خوشحالې ژوند لپاره هڅی کوي.

د جولای په اتمه نېټه د بيجينګ اولمپيک لوبو مطبوعاتي مرکز او د نړيوالو خپرونو مرکز په رسمی توګه پرانيستل شو چې د بيجينګ اولمپيک لوبو په اړه د خبرونو او تبصرو خپرولو کارونه پيل ورڅخه څرګندېږي. ښاغلي لي شي ګوانګ د چين د مطبوعاتي چارو د يو کارپوه په توګه وويل د اولمپيک لوبو د مطبوعاتي مرکز له پرانيستنې څخه څرګندېږي چې چين هغه فشارونه له منځه وړي چې څه موده مخکې په بهرنيو هېوادونو کې د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې په بهير کې د لويديځو

هېوادونو ځينو خبري رسنيو له چين سره د تعصب له امله ناسم خبرونه خپاره کړل. په تيره بيا د ون چوان له زلزلې وروسته چين د بشر دوستۍ، انسانی کلتور او د انسانانو پر بنسټ روحيي ښودلي چې يوه نوې پاڼه يې پرانيستې ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040