د بيجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت په تيان جين کې ترسره شو
cri (GMT+08:00) 2008-08-01 16:57:10
د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د بيجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت د اګيست په لومړی نېټه د تيان جين ښار په های بين نوی سيمه کې ترسره شو. په تيان جين کې به د مشال ليږدونې فعاليت دوه ورځې دوام ولري.
د همدې ورځې د سهار په اتو بجو د دغه فعاليت د پيل مراسم د تيان جين د بندر په ډګر کې ترسره شول او لومړی مشال ليږدونکی د چين کاری سرمشق ښاغلی کونګ شيانګ ژوی و.